Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان کې د اوباما اته کلن سياست ارزول کېږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-08-19h00m43s143

د امریکا د کانګرېس یوه غړي ویلي،اوس د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې د اوباما د اته کلن سیاست بیا ارزونه پیل شي.

د کانګرېس غړي جان برتن ویلي چې د امریکا نوی حکومت به په افغانستان کې په پوځي او سیاسي برخو کې ګټور ګامونه اوچت کړي. په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر وايي چې د افغانستان وضعیت د اوباما د دورې د پیل په وخت له اوسني حالت څخه ناوړه و.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما چې کاري دوره یې پای ته رسېدونکې ده، تمه لرله چې د کار له پای ته رسېدو سره به له افغانستان څخه خپل سرتېري ور ټول کړي او جګړې ته به پای ورکړي، خو وضعیت اوس د هغه  د تمې خلاف دی. زرګونه امریکايي سرتېري لاهم په افغانستان کې پراته دي او په جګړه کې ښکېل دي.

د امریکا د کانګرېس یوه غړي ډن برتن له اریانا نیوز سره په خبرو کې وویل چې اوس هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې د امریکا په تګلاره له سره غور وشي.

د امريکا د کانګرېس غړی ډن برتن وايي: “فکر کوم چې د افغانستان په هکله زمونږ سیاست ډېر مهم دی. اړتیا ده چې مونږ اوس د افغانستان په هکله د اوباما اته کلن ماموریت او سیاست و ارزوو. مونږ به ټول هغه څه وکړو چې وکولای شو افغانستان د یوه ازاد او خپلواک هېواد په توګه وساتو. امریکايي سرتېري له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه مخ کې ځي.”

په امریکا کې پوځي کارپوهان هم د افغانستان په اوسني وضعیت ناخوښ دي. دوی هم د افغانستان په هکله د امریکا په تګلاروله سره د غور غوښتنه کوي.

پوځي کارپوه هونل فیلز وايي: “د افغانستان حالات باید و ارزول شي، د دغه هېواد حالات خپله د دې غوښتنه کوي چې باید شرایط یې ور ازول شي. دا باید ومومو چې آيا په افغانستان کې د حل لاره شته او که نه. مونږ باید په افغانستان کې مثبت بدلونونه ووینو.”

د امریکا د دفاع وزیر بیا په خپل یوه لیک کې په ډاګه کړې چې کله په ۲۰۰۹میلادي کال کې اوباما واک ته ورسېد، نو د افغانستان شرایط ډېر ترینګلي وو، له همدې کبله يې د القاعدې او نورو سخت دریځو د ځپلو له پاره ډېر سرتېري ولېږل.

د امریکا د دفاع وزیر شتون کارټر وايي : “هیله مې دا ده چې راتلونکی حکومت به له افغانستان سره د پرمختګ اړیکېوپالي، ځکه چې افغانان د امریکا مرستو ته د څو کلونو له پاره اړتیا لري.”

دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن په دسمبر کې په ډاګه کړې وه چې افغان ځواکونه د خپل هېواد په ۶۴سلنهخلکو واک لري.

Advertisement

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!