لوبی
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو خپروي
د آریانا ټلویزیون نړیواله شبکه څرګندوي، چې د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو به پر ژوندۍ قانوني او ځانګړې بڼه تولید او خپور کړي.
د آریانا ټلویزیون، فوټبال فډراسیون او ویکټور انرژی ترمنځ نن (یکشنبه د وري نولسمه) د دوه اړخیز او درې اړخیز تړون د لاسلیک مراسم ترسره شول.
د دغه تړون له مخې به آریانا ټلویزیون د هېواد د اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو د تولید او خپراوي مسوولیت پر غاړه ولري.
د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ به د ویکټور انرژۍ پر مالي مرسته او د فوټبال فډراسیون د ۵ زره کسیز لوبغالي پر کوربتوب ترسره شي.
ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ به د ۳۳ ورځو لپاره په ۶۶ سیالیو کې ترسره شي.
په دې سیالیو کې به د افغانستان ۱۲ غوره لوبډلې ( سرسبز یاشلر فاریاب، واحدي کندوز، اټک انرژي هرات، سرخ پوشان هرات، عصمت لغماني، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم افسي سرپل، خرآسان، عینو مېنه کندهار، عدالت فراه افسي او موج ساحل) لوبډلې ګډون ولري.
د يادونې ده، چې دغه زړه راکښونکې سپورټي سيالۍ به د غوایی پر لومړۍ / د اپرېل شلمه په کابل ښار کې پيل شي.
لوبی
افغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ایرلینډ ته پر ۴۲ منډو ماتې ورکړه او له دې هېواد سره یې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۵۰آورونو کې ۳۴۳ منډې وکړې. دا په یو ورځنۍ سیالیو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي.
صدیقالله اتل د ۱۲۰ توپونو پر لوبولو ۱۴۳ منډې وکړې او د افغانستان په توپوهنه کې تر ټولو ښه وځلېد. هغه ۱۷ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ډېرو منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
ایرلینډ په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې او په ۴۸آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. انډریو بالبرني ۱۰۹ او کورټس کامفر ۸۴ منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
یمین احمدزي د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول او راشد خان درې ویکټې واخیستې. راشد خان تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
لومړۍ سیالي د باران له کبله ترسره نهشوه. په داسې حال کې، چې افغانستان دوهیمه سیالي پر ۹۲ منډو او درېیمه هغه پر درې ویکټو وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پېنځمه او وروستۍ سیالي به د شنبې پر ورځ د ایرلینډ په سټورمونټ کې ترسره شي.
دغه سیالي به په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.
لوبی
افغانستان له ایرلینډ سره په څلورمه لوبه کې؛ د لړۍ د ګټلو هڅه کوي
دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چارشنبه د پېنځه یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې له ایرلینډ سره مخ کېږي.
دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان اوس د ایرلینډ پر وړاندې د ۲- ۰ مخکښ دی او د درېیمې لوبې له ګټلو وروسته یې د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته مستقیمه لار هم خپله کړې ده.
د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله بشپړه نهشوه؛ خو افغانستان په دوهیمه او درېیمه لوبو کې بریاوې خپلې کړې.
افغانستان په دوهیمه لوبه کې ایرلینډ ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د ۲۰۷ منډو هدف پر اووه ویکټو له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
راشد خان په دغو بریاوو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه په دوهیمه لوبه کې شپږ ویکټې واخیستې او په درېیمه لوبه کې یې درې ویکټې واخیستې او ۳۷ منډې یې هم وکړې.
رحمانالله ګربز په درېیمه لوبه کې ۷۱ منډې جوړې کړې.
ایرلینډ، چې په تېرو دوه لوبو کې له افغانستان ماتې خوړلې؛ هڅه کوي د افغان لوبډلې د بریاوو لړۍ ودروي.
د ایرلینډ توپوهونکي تر اوسه د افغان توپاچوونکي، راشد خان او اللهمحمد غضنفر پر وړاندې له ستونزو سره مخ شوي دي.
ایرلینډ د بریا لپاره په دې لوبه کې ښه پیل او د خپلو توپوهونکو ترمنځ اوږدو ملګرتیاوو ته اړتیا لري.
افغانستان، چې په دې لړۍ کې یې خپله برلاسي ثابته کړې؛ هڅه کوي د نننۍ لوبې له ګټلو سره د سیالیو پایله ۳ – ۰ کړي.
دا لوبه نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیلېږي او دواړه لوبډلې به په ۵۰ آورونو کې سیالي وکړي.
لوبی
آباسین ډیفنډرز په کابل غوره لیګ کې شمشاد ایګلز ته د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو په ۱۵،۵آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۴ منډې یې وکړې.
آباسین ډیفنډرز د یکشنبې پر شپه د کابل په ایوبي کرکټ په لوبغالي کې د کابل غوره لیګ څلورمې لوبې پرمهال د ۱۵۵ منډو هدف پوره کړ او شمشاد ایګلز ته یې د څلور ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو په ۱۵،۵آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۴ منډې یې وکړې.
محمد شهزاد د ایګلز لپاره تر ټولو ډېرې منډې وکړې. نوموړي پر ۳۹ توپونو ۵۷ منډې وکړې. په داسې حال کې، چې مسلم موسی په یوازې ۲۲ توپونو ۵۰ منډې وکړې او د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې مهمه ونډه واخیسته.
عبدالله احمدزي د ډیفنډرز لپاره غوره توپ اچونه وکړه. هغه په درې آورونو کې د ۱۹ منډو په بدل کې پېنځه ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
روهید هم درې ویکټې واخیستې او ۵۳ منډې یې ورکړې.
ډیفنډرز د ایګلز ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول، چې د هغوی د منډو له پاڼۍ څخه ۲۵ توپونه پاتې ول.
ډیفنډرز د هدف په پوره کولو کې ښه پیل وکړ؛ خو په پرلهپسې توګه یې ویکټې له لاسه ورکړې.
ولید میاخېل پاڼۍ وساتله او پر ۲۹ توپونو یې ۳۷ منډې وکړې؛ دوه څلوریزې او دوه شپږیزې یې ووهلې.
محمد اکرم پر یوازې نهه توپونو ۲۵ مهمې منډې وکړې او د هدف پوره کولو بهیر یې روان وساته.
محمد امین بیا لوبه ښه پای ته ورسوله او پر درې توپونو یې اووه منډې وکړې، چې یوه شپږیزه یې هم ووهله.
ډیفنډرز په ۱۸،۱آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې او د ۱۱ توپونو پر پاتې کېدو یې بریا خپله کړه.
محمد ګل علیزي د ایګلز لپاره تر ټولو بریالی توپ اچوونکی و، چې په څلور آورونو کې یې د ۳۸ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې.
د دې بریا له کبله آباسین ډیفنډرز دوه امتیازه ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې شمشاد ایګلز له کوم امتیاز پرته لوبه پای ته ورسوله.
دا د کابل غوره لیګ په روان پړاو کې د آباسین ډیفنډرز لومړۍ بریا وه.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
-
تازه خبرونه3 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه2 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی2 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
نړۍ5 days agoد کولمبیا په لويدیځ کې د زورورې زلزلې له کبله ۱۱۱ کسان وژل شوي
-
نړۍ5 days agoټرمپ د ایران د ګواښ له کبله په بله الوتکه کې له ترکیې څخه پټ وتلی و- واشنګټن پوسټ
