لوبی
مبارز خپل فرانسوي سيال مات کړ
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز خپل فرانسوي سیال ته د نمرو پر توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د تایلینډ د پوکټت ښار په M2MMA ټولنه کې ترسره شوه.
دغه دوه لوبغاړي په درې پېنځه دقیقهیي لوبو کې سره مخ شول.
له دې سیالیو مخکې مبارز ۱۷ ځلې د خپلو سیالانو پر وړاندې لوبه کړې، چې په خپل مسلک کې ۱۱ بریاوې او ۷ ماتې لري، چې له دې سره یې دولسمه بریا خپله کړه.
لوبی
افغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ایرلینډ ته پر ۴۲ منډو ماتې ورکړه او له دې هېواد سره یې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۵۰آورونو کې ۳۴۳ منډې وکړې. دا په یو ورځنۍ سیالیو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي.
صدیقالله اتل د ۱۲۰ توپونو پر لوبولو ۱۴۳ منډې وکړې او د افغانستان په توپوهنه کې تر ټولو ښه وځلېد. هغه ۱۷ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ډېرو منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
ایرلینډ په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې او په ۴۸آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. انډریو بالبرني ۱۰۹ او کورټس کامفر ۸۴ منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
یمین احمدزي د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول او راشد خان درې ویکټې واخیستې. راشد خان تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
لومړۍ سیالي د باران له کبله ترسره نهشوه. په داسې حال کې، چې افغانستان دوهیمه سیالي پر ۹۲ منډو او درېیمه هغه پر درې ویکټو وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پېنځمه او وروستۍ سیالي به د شنبې پر ورځ د ایرلینډ په سټورمونټ کې ترسره شي.
دغه سیالي به په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.
لوبی
افغانستان له ایرلینډ سره په څلورمه لوبه کې؛ د لړۍ د ګټلو هڅه کوي
دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چارشنبه د پېنځه یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې له ایرلینډ سره مخ کېږي.
دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان اوس د ایرلینډ پر وړاندې د ۲- ۰ مخکښ دی او د درېیمې لوبې له ګټلو وروسته یې د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته مستقیمه لار هم خپله کړې ده.
د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله بشپړه نهشوه؛ خو افغانستان په دوهیمه او درېیمه لوبو کې بریاوې خپلې کړې.
افغانستان په دوهیمه لوبه کې ایرلینډ ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د ۲۰۷ منډو هدف پر اووه ویکټو له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
راشد خان په دغو بریاوو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه په دوهیمه لوبه کې شپږ ویکټې واخیستې او په درېیمه لوبه کې یې درې ویکټې واخیستې او ۳۷ منډې یې هم وکړې.
رحمانالله ګربز په درېیمه لوبه کې ۷۱ منډې جوړې کړې.
ایرلینډ، چې په تېرو دوه لوبو کې له افغانستان ماتې خوړلې؛ هڅه کوي د افغان لوبډلې د بریاوو لړۍ ودروي.
د ایرلینډ توپوهونکي تر اوسه د افغان توپاچوونکي، راشد خان او اللهمحمد غضنفر پر وړاندې له ستونزو سره مخ شوي دي.
ایرلینډ د بریا لپاره په دې لوبه کې ښه پیل او د خپلو توپوهونکو ترمنځ اوږدو ملګرتیاوو ته اړتیا لري.
افغانستان، چې په دې لړۍ کې یې خپله برلاسي ثابته کړې؛ هڅه کوي د نننۍ لوبې له ګټلو سره د سیالیو پایله ۳ – ۰ کړي.
دا لوبه نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیلېږي او دواړه لوبډلې به په ۵۰ آورونو کې سیالي وکړي.
لوبی
آباسین ډیفنډرز په کابل غوره لیګ کې شمشاد ایګلز ته د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو په ۱۵،۵آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۴ منډې یې وکړې.
آباسین ډیفنډرز د یکشنبې پر شپه د کابل په ایوبي کرکټ په لوبغالي کې د کابل غوره لیګ څلورمې لوبې پرمهال د ۱۵۵ منډو هدف پوره کړ او شمشاد ایګلز ته یې د څلور ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو په ۱۵،۵آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۴ منډې یې وکړې.
محمد شهزاد د ایګلز لپاره تر ټولو ډېرې منډې وکړې. نوموړي پر ۳۹ توپونو ۵۷ منډې وکړې. په داسې حال کې، چې مسلم موسی په یوازې ۲۲ توپونو ۵۰ منډې وکړې او د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې مهمه ونډه واخیسته.
عبدالله احمدزي د ډیفنډرز لپاره غوره توپ اچونه وکړه. هغه په درې آورونو کې د ۱۹ منډو په بدل کې پېنځه ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
روهید هم درې ویکټې واخیستې او ۵۳ منډې یې ورکړې.
ډیفنډرز د ایګلز ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول، چې د هغوی د منډو له پاڼۍ څخه ۲۵ توپونه پاتې ول.
ډیفنډرز د هدف په پوره کولو کې ښه پیل وکړ؛ خو په پرلهپسې توګه یې ویکټې له لاسه ورکړې.
ولید میاخېل پاڼۍ وساتله او پر ۲۹ توپونو یې ۳۷ منډې وکړې؛ دوه څلوریزې او دوه شپږیزې یې ووهلې.
محمد اکرم پر یوازې نهه توپونو ۲۵ مهمې منډې وکړې او د هدف پوره کولو بهیر یې روان وساته.
محمد امین بیا لوبه ښه پای ته ورسوله او پر درې توپونو یې اووه منډې وکړې، چې یوه شپږیزه یې هم ووهله.
ډیفنډرز په ۱۸،۱آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې او د ۱۱ توپونو پر پاتې کېدو یې بریا خپله کړه.
محمد ګل علیزي د ایګلز لپاره تر ټولو بریالی توپ اچوونکی و، چې په څلور آورونو کې یې د ۳۸ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې.
د دې بریا له کبله آباسین ډیفنډرز دوه امتیازه ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې شمشاد ایګلز له کوم امتیاز پرته لوبه پای ته ورسوله.
دا د کابل غوره لیګ په روان پړاو کې د آباسین ډیفنډرز لومړۍ بریا وه.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
-
تازه خبرونه5 days agoپه بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
-
لوبی5 days agoافغانستان ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام ته لار وموندله
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړل
-
تازه خبرونه4 days agoایران په تېرو پېنځه میاشتو کې له ۲۰۰ زره ډېر بېاسناده افغانان ایستلي
-
تازه خبرونه2 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
لوبی4 days agoآباسین ډیفنډرز کابل زلمي ته آسانه ماتې ورکړه
