تازه خبرونه

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۲۲۵ ته پورته شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۳۹۹)

د هېواد عامې روغتیا وزارت ویلي چی په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ۳۳۰ تازه پېښی ثبت شوې دي. 

د دغه پيښو له ثبتیدو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲۲۵ ته ورسید. 

هرات، کابل او کندهار هغه ولایتونه دي، چې د کرونا ویروس مثبتي پېښې په کې ډېرې دي. 

په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۳۰ تازه پېښې ثبت شوې، چې په هرات کې ۵۹، کابل کې ۴۵، کندهار کې ۴۱، بلخ کې ۳۸، پکتیا کې ۲۶، غزني کې ۵، ننګرهار کې ۱۳، لوګر کې ۱۰، لغمان کې ۱۱، هلمند کې ۱، فراه کې ۲، سمنګان کې ۱۰، تخار کې ۱۱، کندوز کې ۵، فاریاب کې ۶، پکتیکا کې ۹، پنجشیر کې ۱۲، زابل کې ۳، کاپیسا کې ۴، وردګ کې ۴، پروان کې ۷ ، کونړ کې ۵ او بدخشان کې ۳ پېښې ثبت شوې دي. 

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو مرستیال وحید مجروح ویلي؛ تراوسه د کرونا ویروس ۴۲۱ ناروغان په هېواد کې روغ شوي او ۹۵ نور مړه دي. 

د دغه وزارت د راپور له مخې، په تېرو څلیریشت ساعتونو کې ۵ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version