تازه خبرونه
افغانستان کې پر کرونا رنځ اخته کسانو شمېر ۱۱۱۷۳ ته رسیدلی دی
د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۵۹۱ مثبتې پېښط ثبت شوي، چې کابل اوس هم د ۳۹۰ تازه مثبتو پېښو په لرلو د نوملړ په سر کې دی او له دې سره په ټول هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۱۱۷۳ ته رسیدلی دی.
د روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شوکومند زیاته کړې، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۱۰۹۵ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۵۹۱ یې مثبتې وې. کابل د ۳۹۰ پېښو په لرلو سره د نوملړ په سر کې راغلی دی.
له کابل وروسته په ترتیب د هرات ۶۲ ، د بلخ ۳۶، د بادغیس ۲۱، د ننګرهار ۱۸، د کونړ۱۴، د تخار ۱۴، د جوزجان ۱۱، د وردګ ۷، د پکتیا ۵ ، د بغلان ۵، د خوست ۳، دپنجشیر ۲، د غور ۲ او د بامیان یوه نوې مثبتې پېښې دي.
له اختر راپدیخوا په کابل کې پر تګ راتګ بندیزونه سخت شوي. که څه هم دیني عالمان پر بندیز لګولو ټینګار کوي؛ خو له پولیسو غواړي، چې د ناروغانو او اړو کسانو سره مناسب چلند وکړي.
پر کورونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د ډېروالي په اړه اندېښنې راپورته شوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت په افغان جاپان روغتون کې د بستر له نشتوالي خبر ورکړی دي.
د روغتیا وزارت په وینا ، په کابل کې به د کرونا ویروس درې نور روغتونونه هم پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده چې د کووید-۱۹ ناروغۍ د لازیاتو خپریدو د مخنیوي لپاره په کابل ښار کې د اختر په ورځو کې د لیدو پر مهال محدودیتونه جدي نیول شوي دي.
له بلې خوا، که څه هم دیني عالمان د بندیزونو لګولو ټینګار کوي، دوی په پولیسو غږ کوي چې ناروغ او نور یې جدي اړتیا زغمي.
په کورونا ویروس اخته کسانو کې د زیاتوالي په اړه اندیښنې راپورته شوي ، پداسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت د افغان-جاپان روغتون کې د وړتیا نشتون راپور ورکړی. د دې وزارت په وینا، د کروناویروس درې نور روغتونونه به په کابل کې پرانستل شي.
تازه خبرونه
په ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
د سیمهییزو راپورونو له مخې، دغه کورنۍ د غزني ولایت اوسېدونکې دي او په صفار سیمه کې یې یو کوچنی رسټورانټ درلود.
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې د پاکستان د پوځي رژیم د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي« شهیدان» شوي او اووه نور ټپیان دي.
د سیمهییزو راپورونو له مخې، دغه کورنۍ د غزني ولایت اوسېدونکې دي او په صفار سیمه کې یې یو کوچنی رسټورانټ درلود.
د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې د« شهیدانو» جسدونه او ټپیان د حکومت لهخوا په یوه چورلکه کې غزني ولایت ته لېږدول شوي، چې ټپیان تر درملنې لاندې ونیول شي او «شهیدان» هم خاورو ته وسپارل شي.
دا برید نن سهار شاوخوا ۳:۳۰ د پاکستان د پوځي رژیم د جټ الوتکو لهخوا ترسره شوی او په کې پر دوه ملکي کورونو څلور بمونه غورځول شوي دي.
ویل شوي، چې له برید وروسته درې ماشومان نادرکه شوي او د هغوی د موندلو لپاره د لټون هڅې روانې دي.
سیمهییزو چارواکو دغه برید غندلی دی.
#آریانانیوز #افغانستان #هلمند #ګرمسېر #پاکستان #هواييبرید #ملکيوګړي
تازه خبرونه
امریکا له عراق څخه خپل ټول پوځي تجهیزات له ځان ولېږدول – ټرمپ
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ز.کال کې د امریکايي ځواکونو وتل له عراق څخه د دغو ځواکونو له وتلو سره پرتله کړي او څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې ډېر پوځي تجهیزات پرېښودل؛ خو له عراق څخه د وتلو پر مهال امریکايي ځواکونو خپل ټول تجهیزات له ځان سره ولېږدول.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.
هغه ویلي:« ما وویل؛ لږ نور وخت ورکړئ او هر څه له ځان سره یوسئ. که مو په یاد وي، مونږ ټول تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل؛ هر څه هلته پاتې شول.»
ټرمپ زیاته کړې:« ما ویل؛ نه غواړم ان یو پیچ هم پاتې شي. که پر ځمکه یو پیچ لوېدلې وي؛ هغه هم راواخلئ. که ترپالي خېمه لرو، هغه هم له ځان سره یوسئ. مونږ هر څه له ځان سره یووړل.»
د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر برید ته هم نغوته وکړه، چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
ټرمپ وایي، چې په تېرو کلونو کې یې په دې برید کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو له کورنیو سره لیدلي او له هغو سرتېرو یې هم یادونه وکړه، چې په دې برید کې سخت ټپیان شوي وه.
هغه وایي:« له هغو او د هغو له اولادونو سره، چې څه وشول؛ هېڅکله باید نه وی شوي.»
ټرمپ زیاته کړې، ۴۸ امریکايي سرتېري سخت ټپیان شوي وه؛ خو پر وینا یې؛« هېڅکله له هغوی یادونه نهکېږي.»
ټرمپ له عراق څخه د امریکا وتل د یوه لګښتي پوځي حضور پای وباله او څرګندوي، چې د دې ماموریت لپاره یې څرګند هدف ټاکلی و او قومندانانو ته یې امر کړی و، چې هغه بشپړ کړي؛ پرته له دې، چې په عراق کې د امریکا حضور پر دایمي ماموریت بدل شي.
د امریکا پوځ د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو له اربیل هوايي اډې څخه خپل منظم وتل بشپړ کړي او له دې سره په عراق کې د «عزم راسخ» عملیات پای ته رسېدلي دي.
دغه عملیات په ۲۰۱۴ز.کال کې له هغې وروسته پیل شول، چې داعش د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې. د دغو عملیاتو موخه له دې ډلې سره مبارزه وه. امریکا اوس هم په اردن کې له خپل مرکزي مرکز څخه په سوریه کې د داعش پر وړاندې عملیات روان ساتلي دي.
ټرمپ ویلي، امریکا له داعش سره د مبارزې لپاره عراق ته تللې وه او اوس دغه ډله کومه ځانګړې سیمه تر خپلې ولکې لاندې نهلري.
#آریانانیوز #افغانستان #عراق #امریکا #ټرمپ #داعش
تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.
بېلاروس او مصر په دې غونډه کې مېلمانه دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.
د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوهاړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.
د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.
زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.
#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکوفارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
-
تازه خبرونه5 days agoنیکولا بلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوی چارسمبالی شو
-
تازه خبرونه5 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
-
سوداگري5 days agoد افغانانو جبري ایستل د لویدیځ د دوهمخي سیاست یوه برخه ده – روسیه
