بی بی سی پښتو
افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.
ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ”راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ”
https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045
په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.
د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.
افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.
طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.
دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.
په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.