تازه خبرونه

افغانستان یو ځل بیا د پاسپورټ په نړیوال نوملړ کې وروستی وشمېرل شو

د دې بنسټ د راپور له مخې؛ افغانان یوازې د بنګله‌دېش، هایټی، کینیا، مالډیف، موزمبیق، سریلانکا او صومالیا په ګډون ۲۵ ، د سوریې خلک ۲۷ او د عراق هغه ۳۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی  شي.

Published

on

د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د بریټانوي شرکت هنلي انډ پارټنرز د ۲۰۲۵ کال د نړیوال پاسپورټ په نوملړ کې وروستی شمېرل شوی دی.

د دې بنسټ د راپور له مخې؛ افغانان یوازې د بنګله‌دېش، هایټی، کینیا، مالډیف، موزمبیق، سریلانکا او صومالیا په ګډون ۲۵ ، د سوریې خلک ۲۷ او د عراق هغه ۳۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی  شي.

دې شرکت ۲۲۷ ځایونو ته له ویزې پرته د ۱۹۹ نړیوالو پاسپورټونو ځواک ارزولی دی.

افغانستان د نړیوال غوراوي په نوملړ کې نهه‌نویوم ځای لري.

 د سینګاپور، جاپان او سویلي کوریا پاسپورټونه د ۲۰۲۵ کال د نړیوال نوملړ په سر کې دي، چې وګړي یې له ویزې پرته ۱۹۰ هېوادونو ته سفر کولی شي.

Trending

Exit mobile version