Connect with us

لوبی

افغانستان ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام ته لار وموندله

افغانستان د جمعې پر ورځ د ایرلینډ په برېډي ښار کې کوربه لوبډله د ۹۲ منډو پر توپیر ماته کړه.

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځۍ سیالیو لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې د ۹۲ منډو پر توپیر له بریا سره د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته لار موندنه وروستۍ کړه.

افغانستان د جمعې پر ورځ د ایرلینډ په برېډي ښار کې کوربه لوبډله د ۹۲ منډو پر توپیر ماته کړه.

دا د افغانستان لپاره د دغې لړۍ لومړۍ بشپړه شوې لوبه وه؛ ځکه د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله له یوې توپ اچونې پرته لغوه شوې وه.

د دې بریا په پایله کې افغانستان د هغو لوبډلو په ډله کې راغلو، چې د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام ته یې پرته له خڼده لار وموندله.

تر اوسه د افغانستان ترڅنګ، سویلي افریقا، زیمبابوی، هند، اسټرالیا، نیوزیلینډ، پاکستان، انګلستان او سریلانکا د نړیوال جام ګډون ته لار موندلې ده.

سویلي افریقا او زیمبابوې د کوربه‌توب کوونکو هېوادونو په توګه له خنډ پرته نړیوال جام ته تللي دي.

په داسې حال کې، چې نورې لوبډلې د یو ورځنۍ نړیوالو سیالیو د مقام‌ټاکنې له مخې دې سیالیو ته رسېدلې دي.

د افغانستان له لارموندنې وروسته ویسټ انډیز نور نه‌شي کولی نړیوال جام ته د مستقیم صعود له پاتې ونډو څخه یوه ترلاسه کړي او ایرلینډ به د نړیوال جام د غوراوي په لس‌لوبډیزو سیالیو کې د ګډون له لارې د صعود هڅه کوي.

افغانستان او ایرلینډ به د دغې پېنځه لوبیزې لړۍ درې نورې لوبې هم ترسره کړي. درېیمه لوبه به د دوشنبې پر ورځ، څلورمه د اګست پر دولسمه او پېنځمه د اګست پر پېنځلسمه ترسره شي.

د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام به د سویلي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا پر ګډ کوربه‌توب ترسره شي.

لوبی

افغان لوبڅار د سوک‌وهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوک‌وهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سین‌کیانګ ته استول شوی دی.

Published

on

Last Updated on: تله ۱, ۱۴۰۵

د افغانستان د سوک‌وهنې لوبڅار خیبر سلطاني د سوک‌وهنې په نهمه نړیواله ننداره کې د لوبڅارنې لپاره د چین سین‌کیانګ ښار ته تللی دی.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوک‌وهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سین‌کیانګ ته استول شوی دی.

د سوک‌وهنې نهمه نړیواله ننداره د سپټمبر له ۲۱مې تر ۳۰مې د چین په کوربه‌توب ترسره کېږي او خیبر سلطاني به په دې سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.

دغه راز د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډله هم، چې له دې مخکې چین ته رسېدلې، د دغو سیالیو لپاره یې دوه‌ورځنی روزنیزې هڅې بشپړ کړی دی.

د افغانستان ملي لوبډله په دې نړیواله ننداره کې له اووه لوبغاړو، دوه روزونکو او یوه د لوبډلې له مسوول څخه جوړه ده او د هېواد استازیتوب کوي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي

افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوه‌یمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځه‌ویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.

Published

on

د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.

افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوه‌یمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځه‌ویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.

په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.

دغه راز هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.

د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټ‌ساتونکي ټاکل شوي دي.

د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسی‌خېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.

افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.

Continue Reading

لوبی

محمد خالد هوتک خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه

محمد خالد هوتک خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه

Published

on

د افغانستان ووشولوبغاړي محمد خالد هوتک د جاپان د ناګویا د شلم پړاو آسیایي لوبو د ووشو په لوبه کې خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.

هوتک په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې ولوبېد او خپله لومړۍ لوبه یې له یمني سیال څخه وګټله.

نوموړی به سبا په خپله دوه‌یمه لوبه کې د انډونیزیا له یوه لوبغاړي سره ولوبېږي.

افغانستان د ناګویا د شلم پړاو آسیایي لوبو د ووشو په سیالیو کې د اووه لوبغاړو په لوبډله کې ګډون لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!