تازه خبرونه

افغاني سرې میاشتې ټولنې د زړه سوریو ماشومانو د درملنې لپاره د همکاریو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۲)

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت له چارسمبالي رابرت دیکسن سره وکتل.

افغاني سرې میاشتې ټولنې څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې نورالدین ترابي له وروستیو بشري مرستو څخه د مننې تر څنګ د افغانانو پر ستونزو او بشري اړتياوو، له اړمنو سره د لازمې او پر وخت همکارۍ، د زړه او رواني ناروغيو ماشومانو او روږدو کسانو د درملنې او مرستو په اړه خبرې کړې دي.

د بریتانیا سفیر له افغاني سرې میاشتې سره د همکاریو ژمنه وکړه.

دغه راز نوموړي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ايتاليا له سفير سره په کتنه کې د افغاني سرې مياشتې مرستيال د افغانانو پر ستونزو او بشري اړتياوو، له اړمنو سره د لازمې او پر وخت همکارۍ، د زړه او رواني ناروغيو ماشومانو او روږدو کسانو د درملنې او مرستو په اړه خبرې کړې دي. د بریتانیا سفیر له افغاني سرې میاشتې سره د همکاریو ژمنه وکړه.

دغه راز د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال نورالدين ترابي د قطر د وجهي صندوق د پراختيايي پروژو له مسوول سره هم لیدلي او هغه ورسره په افغانستان کې د زړه د سوري ناروغانو لپاره د يو ځانګړى روغتون د جوړولو ژمنه وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې پر دې سربېره قطر نورو هېوادونو ته د زړه د سوري د شاوخوا ۷۰۰۰ ناروغانو د درملنې او لېږد په برخه کې هم همکاري کوي.

Trending

Exit mobile version