سیمه ییز خبرونه

افغانې مېرمنې د روان پرمختګ په لاره كې ماتې نه مني

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا د بهرنيو چارو وزير وايي، چې افغانستان د افغانانو لپاره د پام وړ مرحلې ته ننوځي او په كار ده، چې په دغه هېواد كې د افغانو مېرمنو په ژوند كې شوي لس كلن پرمختګونه زيان ونه ويني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د امريكا په جورج ټاون پوهنتون كې د خبرو پر مهال وويل، چې افغانې مېرمنې د طالبانو او له هغه ور هخوا رژيمونو حالت ستنېدل نه غواړي.

افغانې مېرمنې د روان  پرمختګ په لاره كې ماتې نه مني. نه غواړي، چې يا د طالبانو او يا هم له هغه څخه مخكې رژيمونو ته ستنې شي. لازمه ده چې په دې برخه كې پانګونه دوام ومومي.

د كري په وېنا لس كلن پرمختګونه ډېر د پام وړ دي.

په دوه زره لومړي كال كې نهه سوه زره ماشومان ښوونځي ته تلل او نجونې پكې  نه وي. اوس اته ميليونه ماشومان ښوونځي ته ځي، له دريمې برخې ډېرې يې نجونې دي.

په افغانستان كې د مدني ټولنې فعال عزیز رفیعي وايي:

امريكا په افغانستان كې د ښځو پر مسايلو دومره ټينګار كوي، چې نورې ټولې مسئلې يې تر سيوري لاندې راوستي دي.

امريكايي چارواكي دا څرګندونې په داسې حال كې كوي، چې له دغه هېواد سره د افغانستان د امنيتي تړون خبرې وروستى پړاو ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version