لوبی

افغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه

په دې شل‌‌آوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

د افغانستان ابدالیان کرکټ لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د جاپان کوربه لوبډلې ته د ۴۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

په دې شل‌‌آوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

د جاپان لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې د ۱۹.۳آورونو پر ۸۱ منډو وسوځېده او ونه‌توانېده، چې ټاکلی هدف پوره کړي.

د افغانستان له‌خوا عرب ګل څلور او ننګیال خروټي درې ویکټې واخیستې.

د لوبو بڼه

د نرینه‌وو کرکټ په سیالیو کې لس لوبډلې ګډون لري او لوبې د شل‌آوریزو سیالیو پر بڼه ترسره کیږي.

افغانستان، جاپان او نیپال په A ګروپ کې دي. په داسې حال کې، چې هانګ‌کانګ، چین، مالیزیا او عمان په B ګروپ کې لوبې کوي.

په ګروپي پړاو کې هره لوبډله له خپلې ډلې له نورو لوبډلو سره یوه لوبه کوي.

له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې د پای‌لوبو پړاو ته وځي او هلته له هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا سره یوځای کیږي؛ دغو څلور لوبډلو ته د پای‌لوبو پړاو ته مستقیمه لار ورکړ شوې ده.

د اتم‌پړاو پای‌لوبې سیالۍ د سپټمبر پر اته‌ویشتمه او نهه‌ویشتمه، نیمه‌پای‌لوبې د اوکټوبر پر لومړۍ او د برونزو او سرو زرو مډالونو سیالۍ د اوکټوبر پر درېیمه ترسره کیږي.

ټولې د نرینه‌وو د کرکټ لوبې د جاپان د آیچي ولایت په نیشین ښار کې د کورګي سپورټس پارک په لوبغالي کې ترسره کیږي.

افغانستان دغو لوبو ته د تېرو آسیایي لوبو د سپینو زرو مډال ګټونکي په توګه تللی دی. په تېرو لوبو کې هند د سرو زرو او بنګله‌دېش د برونزو مډال ګټلی و.

د افغانستان لوبډلمشري دروېش رسولي کوي او په لوبډله کې د کریم جنت او نجیب‌الله ځدراڼ ترڅنګ یو شمېر ځوان لوبغاړي هم لوبې کوي.

افغانستان به هڅه وکړي، چې د پنجشنبې ورځې له بریا وروسته د جمعې پر ورځ له نیپال سره هم بریا خپله کړي او د یوې‌څلورمې پای‌لوبې پړاو ته لار ومومي.

Trending

Exit mobile version