سوداگري

افغان استازیو د لوګر ولایت د مس عینک له پروژې لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۱)

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او یو شمېر وزیرانو د جمعې پر ورځ د لوګر د مس عینک له پروژې لیدنه وکړه او هلته یې د چین د MCC شرکت له هغه پلاوي سره وکتل، چې څو کاله وړاندې یې د اړوند کان د استخراج قرارداد اخیستی و.

د جمعې د ورځې په لیدنه کې د مسو د استخراج پر ژر تر ژره د پیل پر اړتیاوو خبرې شوې دي.

چینايي شرکت څه باندې لس کاله مخکې د یاد کان قرارداد تر لاسه کړی او په داسې حال کې، چې په لومړي سر کې یې کار پیل شوی و؛ خو په هغه وخت کې د ناامنیو له کبله یې چارې څه موده وروسته بندې شوې.

ملا عبدالغني برادر له چینایي پلاوي سره د لیدنې پر مهال ویلي؛ د مس عینک د استخراج په بهير کې تاريخي او فرهنګي آثارو ته د زيان رامنځته کېدو مخه باید ونيول شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي، چې د دغه پلاوي غړی دی وایي: اوسنی وضعیت د مس عینک پروژې د عملي کار د پیل لپاره یو ښه فرصت دی او د دې وخت رارسېدلی، چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وشي او دغه هېواد له اقتصادي بحرانه وژغورل شي.

د اسلامي امارت په پلاوي کې د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور هم و.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د مخابراتو وزیر نجیب الله حقاني د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور؛ ضیاءالرحمن، د پلان او پالیسۍ وزیر او د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال حسام الدین صابري هم ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version