سوداگري
افغان او ازبک چارواکو د ۲۶۷ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړل
دغه هوکړهلیکونه په کابل کې د افغانستان او قشقهدریا د خصوصي سکټورونو د غړیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې لاسلیک شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزه ناسته کې د قشقهدریا ولایت د سوداګرو او خصوصي سکټور د غړیو ترمنځ د ۲۶۷ میلیونه ډالرو پر ارزښت ۲۰ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه هوکړهلیکونه په کابل کې د افغانستان او قشقهدریا د خصوصي سکټورونو د غړیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې لاسلیک شول.
په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو، د قشقهدریا ولایت مسوولانو، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي، د دواړو هېوادونو د پلاوو له سفرونو وروسته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې او د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
هغه د سوداګریزو او ټرانزیټي چارو د آسانه کولو او د شته خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه څرګندوي، چې افغانستان چمتو دی؛ له ازبکستان سره د دغه هېواد له لارې د خپلو صادراتي توکو د لېږد په اړه خبرې وکړي.
د قشقهدریا مرستیال والي شهرت مرادوف هم ویلي، چې دغه ولایت له افغانستان سره د سوداګریزو او صنعتي همکاریو پراختیا او د افغان پلاوو او سوداګرو کوربتوب ته چمتو دی.
دغه هوکړهلیکونه د خوراکي توکو، ټوکر، ودانیزو چارو، مالدارۍ، برښنايي وسایلو او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.