تازه خبرونه

افغان او ایراني چارواکو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۹, ۱۴۰۲)

پرون (چارشنبه د وږي ۸ ) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رییس د ایراني کنسرسیوم د شرکتونو له رییسانو سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په اړه وکتل او پر اړوند مسایلو یې بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د دې کتنې پر مهال د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې د ایراني کنسرسیوم د غړیو هېوادونو د پانګونې په اړه بشپړې خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس بخت الرحمن شرافت ویلي: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ټولو شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پر پروژو پانګونه وکړي او دا اداره به ورسره همکاري او لازمه همغږي روانه ساتي.

دغه راز بخت الرحمن شرافت څرګنده کړې، چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دوه‌یم فاز جوړول د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې اړین لومړیتوب دی او دوی دغه موضوع پوره څاري.

په دې غونډه کې د ياد شوي کنسرسيوم غړيو شرکتونو، چې ډېر يې د اوسپنې پټلۍ جوړوونکي دي؛ د خپلو وړتیاوو، موخو او تخصص په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې د يادو شرکتونو ډېره برخه د اوسپنې پټلۍ جوړوونکي دي او د لېږد، ساتنې او څارنې، ودانیزو چارو, پراختیا او اوسپنې پټلۍ مدیریت خدمات هم وړاندې کوي، چې هر شرکت په یادو سکتورونو کې پوره تجربه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د وري پر ۶ نېټه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس بخت الرحمن شرافت او ورسره مل پلاوي د ایران په تهران ښار کې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر او د لارو او ښار جوړلو وزارت له معین سید میعاد صالحي سره لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version