تازه خبرونه

افغان او ایراني چارواکو د کاري جواز او قانوني استوګنې پر امکاناتو خبرې وکړې

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزې هوساینې وزارت او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ د هوکړه لیک پر وروستي کولو هم ټینګار وشو.

Published

on

Last Updated on: زمری ۶, ۱۴۰۴

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د سفارت چارسمبالي علي رضا بیکدلي د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له چارسمبالي عبدالمنان عمري سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کار او ټولنیزو چارو پر مسلو هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزې هوساینې وزارت او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ د هوکړه لیک پر وروستي کولو هم ټینګار وشو.

د دغه هوکړه لیک له مخې؛ د دواړو هېوادونو وګړي به یوازې هغه وخت د کار کولو اجازه ولري، چې دوی له خپلو کارګماروونکو څخه رسمي کاري جواز ترلاسه کړی وي.

ویل کیږي، چې د دې کاري جواز پر بنسټ به کارګرانو ته ویزې او د قانوني استوګنې جوازونه هه ورکړ شي.

Trending

Exit mobile version