تازه خبرونه
افغان او ترکمن لوريو پر ټاپي، ټاپ، اوسپنېپټلۍ او برښنایي پروژو خبرې وکړې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي؛ د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه( د سلواغې دولسشمه ) په هرات ولایت کې د یوه پلاوي پر مشرۍ د ترکمنستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي؛ د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ملا عبدالغني برادر وایي: دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده، چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د وړتیا لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولډک ولسوالۍ، له سپين بولډک څخه بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې د تورغونډۍ – هرات اوسپنېپټلۍ پروژې د جوړېدا په اړه افغانستان ته خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د دې پروژې د تطبیق لپاره قزاقستان هم قوي لېوالتیا لري.
هغه همداراز د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لارنقشې د وروستي کېدا لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د دې ترڅنګ یې بالامرغاب، خمآب او قرقین ولسوالیو ته د برښنا لېږد او د سیمهییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې د برابرېدا په اړه هم ټینګار څرګند کړ.
همدارنګه د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې او وایي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسیږي.
نوموړي په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاتوي، چې په دې اړه باید له نږدې کار وشي.
دغه راز نوموړي د ترکمنستان له لوري د تورغونډۍ – هرات اوسپنېپټلۍ په پروژه کې هم پانګونې ته چمتووالی وښود او وایي، چې عملاً یې په تورغونډۍ کې کارونه پيل کړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هېواد یې چمتو دی، چې له ۵ لارو افغانستان ته برښنا انتقال او وړتیا یې لوړه کړي.
پردې سربېره د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدا، بانکي همکاریو، کاري فرصتونو پر ایجاد او په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي پروژو د مدیریت په اړه پر ګډ کار هم خبرې وشوې.
ویل کیږي، چې د دې لیدنې پرمهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده، د ترکمنستان د ټرانسپورټ او اوسپنېپټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي شرکت رییس او یوشمېر افغان او ترکمن چارواکو حضور درلود او د دواړو هېوادونو د تخنیکي ډلو له لوري د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه ګډونوالو ته پراخ معلومات وړاندې شول.