تازه خبرونه
افغان او پاکستانیو چارواکو د کرنيزو محصولاتو د ترجيحي تعرفو پر کمولو هوکړه وکړه
پاکستان ته د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان سوداګرۍ وزارت له مرستیال جواد پاول سره د کرنیزو محصولاتو د ترجیحي تعرفو پر کمولو هوکړې ته ورسېدل.
د صنایعو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو پلاویو د څلورو افغان کرنیزو محصولاتو (انګور، مڼې، انار او بانجان) تر ترجیحي تعرفو لاندې پاکستان ته د صادرولو او د څلورو پاکستاني محصولاتو (کیلې، آم، کچالو او کوینوا) له ترجیحي تعرفو سره د صادرولو په بدل کې پر هوکړې سربېره د ۲۰۲۵ کال د اګست تر یودېرشمې اسلامي امارت او پاکستان د تګ راتګ لپاره د انګور هډې د لارې پر بیا پرانیستلو هم هوکړه وکړه.