سیمه ییز خبرونه
افغان بيسيم افغانانو ته پراخې مخابراتي اسانتياوې برابرې كړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
افغان بيسيم په افغانستان كې لومړنى مخابراتي شركت دى، چې د ميليونونو ډالرو پرلگښت يې افغانانو ته پراخې مخابراتي اسانتياوې برابرې كړې دي.
د ولسي جرگې د شكايتونو د اوريدو كميسيون مرستيال محمد عارف طيب او غړي محب الله فرقاني د افغان بيسيم د مخابراتي شركت د كار له څرنگوالي د ليدنې په ترڅ كې وويل، چې:
دغه كميسيون ته د افغان بيسيم مخابراتي شركت كار د تائيد وړ دى.
د ولسي جرگې د شكايتونو د كميسيون غړى محمود سليمانخېل وايي، چې:
د افغان بيسيم يوه ښيگڼه دا ده، چې دا يو افغان مخابراتي شركت دى.
افغاني بيسيم مخابراتي شركت له پېنځ زره زيات كار كوونكي او له درې ميليون زيات مشتريان لري.
د افغان بيسيم مخابراتي شركت مسوولين وايي، چې د شركت نوي په سلو كې كاركوونكي افغانان دي او كوښښ كوي، چې د دغې شبكې بشپړكاركوونكي افغانان شي.
