تازه خبرونه
افغان بیسیم له افغاني سرې میاشتې سره څه باندې درې میلیون افغانۍ مرسته وکړه
افغان بیسیم مخابراتي شرکت د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د هغو ماشومانو د درملنې لپاره، چې زړونه یې سوري دي؛ څه باندې درې میلیون یو سلو پنځوس زره شپږسوه پنځه دېرش افغانۍ مرسته وکړه.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري وايي، دوی د خپلو امکاناتو له مخې په ټولو برخو کې د افغانستان له خلکو سره همکاري کوي.
د افغاني سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو مسوول ګل حبیب حسام د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له همکارۍ مننه وکړه او د دوی هڅې یې وستایلې.
د اترا ادارې استازي احمد جان صالح هم د افغان بیسیم مخابراتي شبکې دغه کړنه ستايي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مسوولینو د څرګندونو له مخې: دا مهال ۱۲ زره ماشومان، چې زړونه یې سوري دي؛ د درملنې انتظار باسي او باید د درملنې لپاره له هېواده بهر ولېږل شي.