لوبی

افغان جودوکار له خپل اټریشي سیاله ماتې وخوړه

هغه له ماتې وروسته ویلي: زما هیله دا وه، چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړم. دا مهمه نده، چې مډال ترلاسه یا ترلاسه نکړئ؛ په دې سیالیو کې ګډون کول پخپله یوه لاسته راوړنه ده.

Published

on

افغان جودوکار محمد صمیم فیض‌زاد د ۲۰۲۴ پاریس اولمپیک سیالیو په شپاړلسم پړاو کې د خپل اټریشي سیال پر تخنیکي وار پر ځمکه راپریوت.

د دغو دوه لوبغاړو ترمنځ سیالي نن (سې‌شنبه) د ۸۱ کیلو ګرامه وزن په برخه کې ترسره شوه، چې په پایله کې یې فیض‌زاد له خپل اټریشي سیاله صفر پر یوولس ماتې وخوړه.

هغه له ماتې وروسته ویلي: زما هیله دا وه، چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړم. دا مهمه نده، چې مډال ترلاسه یا ترلاسه نکړئ؛ په دې سیالیو کې ګډون کول پخپله یوه لاسته راوړنه ده.

Trending

Exit mobile version