لوبی
افغان جودوکار له خپل اټریشي سیاله ماتې وخوړه
هغه له ماتې وروسته ویلي: زما هیله دا وه، چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړم. دا مهمه نده، چې مډال ترلاسه یا ترلاسه نکړئ؛ په دې سیالیو کې ګډون کول پخپله یوه لاسته راوړنه ده.
افغان جودوکار محمد صمیم فیضزاد د ۲۰۲۴ پاریس اولمپیک سیالیو په شپاړلسم پړاو کې د خپل اټریشي سیال پر تخنیکي وار پر ځمکه راپریوت.
د دغو دوه لوبغاړو ترمنځ سیالي نن (سېشنبه) د ۸۱ کیلو ګرامه وزن په برخه کې ترسره شوه، چې په پایله کې یې فیضزاد له خپل اټریشي سیاله صفر پر یوولس ماتې وخوړه.
هغه له ماتې وروسته ویلي: زما هیله دا وه، چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړم. دا مهمه نده، چې مډال ترلاسه یا ترلاسه نکړئ؛ په دې سیالیو کې ګډون کول پخپله یوه لاسته راوړنه ده.
لوبی
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
دغه سیالۍ به د اوکټوبر له یودېرشمېې د نومبر تر دیارلسمې د سنګال په پلازمېنه کې ترسره شي. دا د المپیک لومړنۍ سیالۍ دي، چې کوربهتوب یې د افریقا لویه وچه کوي.
آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال داکار ځوانانو المپیک سیالیو د ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرونو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.
دغه سیالۍ به د اوکټوبر له یودېرشمېې د نومبر تر دیارلسمې د سنګال په پلازمېنه کې ترسره شي. دا د المپیک لومړنۍ سیالۍ دي، چې کوربهتوب یې د افریقا لویه وچه کوي.
په دغو سیالیو کې به د څه باندې ۲۰۰ ملي المپیک کمیټو شاوخوا ۲۷۰۰ لوبغاړي ګډون وکړي. سیالۍ به په داکار، دیامناډیو او سالي ښارونو کې ترسره شي.
د سیالیو پروګرام ۲۵ سپورټي څانګې او د مډالونو ګټلو ۱۵۳ سیالۍ رانغاړي. لوبغاړي به په منډو، لامبو، باسکټبال، سوکوهنې، جمناسټیک، بایسکلځغلونې، غېږنیونې، جوډو، تورېوهلو، اووهکسیز رګبي او ساحلي والیبال کې سیالي وکړي.
د دغو سیالیو شعار« افریقا هرکلی کوي، داکار جشن نیسي» دی. دغه سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د ښودلو، کلتوري تبادلې او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.
دغه راز د افغانستان له ۱۸ کلنو ټیټ عمره فوټسال ملي لوبډله هم د سیالیو له پیل مخکې د سنګال پلازمېنې داکار ته رسېدلې ده.
د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې دغه لوبډله به د سیالیو له پیل مخکې شپږ ورځنی روزنیز کمپ ترسره کړي.
د آریانا ټلویزیون لهخوا د دغو سیالیو ځانګړې خپرونې افغان مینهوالو ته زمینه برابروي، چې د نړۍ د ځوانو لوبغاړو سیالۍ وګوري او په نړیوال سپورټي ډګر کې د هغوی له کړنو خبر شي.
آریانا ټلویزیون د دغو سیالیو له ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرولو سره په افغانستان کې د نړۍ د مهمو سپورټي سیالیو پوښښ پراخوي او هڅه کوي، چې افغان لیدونکي له نړیوالې سپورټي ټولنې سره ونښلوي.
د داکار ځوانانو المپیک سیالیو پرانیستغونډه به د اوکټوبر پر یودېرشمه ترسره شي او سیالۍ به د نومبر تر دیارلسمې روانې وي.
مینهوال کولی شي د تازه خبرونو، معلوماتو او سیالیو د مهالوېش لپاره د آریانا ټلویزیون خواله رسنۍ وڅاري.
لوبی
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال جام درېیمې درجې ته لار پیدا کړه
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام او فوټبال نندارې د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې سوډان ته درې پر یوه ماتې ورکړه او د شپږ لوبډلو تر منځ یې درېیم مقام خپل کړ؛ له دې سره یې د سیالیو درېیمې درجې ته لار وموندله.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
د هېواد تنکیو ملي لوبغاړو له دې مخکې هم سیرالیون او جیبوټي ته ماتې ورکړې وې.
روسیې د ډلې لومړی او ترکیې دوهیم مقام خپل کړی دی.
روسیه او ترکیه به پر ترتیب په لومړۍ او دوهیمه درجه کې سیالي وکړي؛ خو افغانستان به په درېیمه درجه کې د ټولیز لښتیلیک(جدول) د پنځهشپېتم او شپږنوییم مقام تر منځ د ځای خپلولو لپاره ولوبېږي.
د سیالیو راتلونکی پړاو به په حذفي بڼه ترسره شي او ټولې ۱۸۹ ګډونوالې لوبډلې به د خپلو وروستیو مقامونو د ټاکلو لپاره سیالي وکړي. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د اوکټوبر پر دېرشمه پای ته ورسېږي.
آذربایجان د ۲۰۲۶ز.کال فیفا د ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال نړیوال جام او نندارې کوربه دی.
لوبی
ابومسلم فراه لوبډلې آریانا خوست ته یو پر صفر ماتې ورکړه
دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه، چې امید پوپلزي د لوبې په شلمه دقیقه کې د ابومسلم فراه د بریا ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په نههپنځوسمه لوبه کې د ابومسلم فراه لوبډلې د آریانا خوست لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.
دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه، چې امید پوپلزي د لوبې په شلمه دقیقه کې د ابومسلم فراه د بریا ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
له دې بریا سره ابومسلم فراه لوبډلې د ۲۸ امتیازونو پر لرلو د نومرو په لښتیلیک(جدول )کې خپل دوهیم مقام پیاوړی کړ.
په دې لوبه کې د آریانا خوست لوبډلې ۲۰ او ابومسلم فراه ۱۵ خطاوې وکړې. دواړو لوبډلو یو ـ یو کارنر ترلاسه کړ. د آریانا خوست لوبغاړي یو ځل او د ابومسلم فراه لوبغاړي دوه ځله په آفسایډ کې ونیول شول.
د آریانا خوست لوبغاړو دوه ژېړ کارتونه او د ابومسلم فراه لوبغاړو درې ژېړ کارتونه ترلاسه کړل. په دې لوبه کې کوم لوبغاړي سور کارت ترلاسه نهکړ.
د افغانستان د اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینهوال کولی شي دغه سیالۍ وګوري.
-
لوبی1 day agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
لوبی3 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
لوبی3 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
لوبی3 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه2 days agoافغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
-
Opinion3 days agoد چین کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د شلمې دورې د پېنځمې عمومي غونډې په اړه هر اړخیزه تبصره
-
لوبی2 days agoعینو مېنه عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه
