لوبی
د اولمپیک د نرینهوو درې ګونې لوبې د سن سیند د ککړتیا له کبله ترسره نشوې
ټاکل شوې وه، چې په سن سیند کې د سېشنبې پر ورځ د نرینهوو او د چارشنبې پر ورځ د ښځینهوو درې ګونې سیالۍ ترسره شي.
د پاریس اولمپیک درې ګونې لوبې په سین کې د اوبو د خراب کیفیت له کبله په پرلهپسې توګه د دوهیمې ورځې لپاره وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه، چې په سن سیند کې د سېشنبې پر ورځ د نرینهوو او د چارشنبې پر ورځ د ښځینهوو درې ګونې سیالۍ ترسره شي.
د سیالۍ نشتوالي او د سین د ککړتیا سره – سره د سیالیو جوړوونکیو له مهالوېش سره سم د درې ګوونه لوبو پر ترسره کولو ټینګار کړی دی.
د ښاروال مرستیال او د پاریس المپیک لوبو مسوول پیر رابادان فرانس -۲۴ ته ویلي؛ سره له دې، چې د المپیک تنظیموونکیو د دوشنبې پر ورځ د اوبو د ککړتیا له کبله په سن سیند کې د دوهیمې ورځ سیالۍ لغو کړې؛ خو هغه ډاډه دی، چې د سېشنبې پر ورځ به له پلان سره سمې ترسره شي.
یورونیوز لیکلي، چې په سن سیند کې درې ګونه سیالۍ د ککړتیا د شتون له کبله تر ګواښ لاندې دي او تل له اورښتونو وروسته وده کوي. لکه څنګه، چې د جمعې او شنبې پر ورځ د پرانیستې په مراسمو کې پیښه شوه.
د اولمپیک له لوبو څخه مخکې د سن سیند د پاکولو لپاره شاوخوا یو اعشاریه څلور میلیارډ یورو لګښت شوي دی.
د پاریس ښاروال آن هیډالګو او د فرانسې د سپورت وزیر آملی اوډا کاسټرا د روانې میاشتې په پیل کې د خلکو قانع کولو لپاره د سن سیند په اوبو کې ولامبل، چې سن ښار د ورزشکارانو لپاره پوره پاک دی.
که سن سیند چمتو نهوي؛ نو ویل کیږي، چې درې ګونې سیالۍ به دوهګونې شي. په دې معنی، چې د درې ګونې سیالۍ لړبغاړي به یوازې په سایکل چلولو او منډو کولو کې برخه واخلي او د اوبو سپورټ به نهوي.
د لامبو ماراټن سیالیو په اړه هم ویل کیږي، چې ټاکل شوې دا سیالۍ د اګست پر اتمه او نهمه په سن سیند کې ترسره شي. که سن سیند ډېر ککړ وي؛ نو دا ماراټن سیالۍ به له پاریس څخه بهر په سمندري لوبغالو کې ترسره شي او شونې ده، چې د کښتۍ ِنلولو درې ګونې سیالۍ هم بالقوه هلته ولیږدول شي.
لوبی
افغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
په دې شلآوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان ابدالیان کرکټ لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د جاپان کوربه لوبډلې ته د ۴۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې شلآوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د جاپان لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې د ۱۹.۳آورونو پر ۸۱ منډو وسوځېده او ونهتوانېده، چې ټاکلی هدف پوره کړي.
د افغانستان لهخوا عرب ګل څلور او ننګیال خروټي درې ویکټې واخیستې.
د لوبو بڼه
د نرینهوو کرکټ په سیالیو کې لس لوبډلې ګډون لري او لوبې د شلآوریزو سیالیو پر بڼه ترسره کیږي.
افغانستان، جاپان او نیپال په A ګروپ کې دي. په داسې حال کې، چې هانګکانګ، چین، مالیزیا او عمان په B ګروپ کې لوبې کوي.
په ګروپي پړاو کې هره لوبډله له خپلې ډلې له نورو لوبډلو سره یوه لوبه کوي.
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې د پایلوبو پړاو ته وځي او هلته له هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا سره یوځای کیږي؛ دغو څلور لوبډلو ته د پایلوبو پړاو ته مستقیمه لار ورکړ شوې ده.
د اتمپړاو پایلوبې سیالۍ د سپټمبر پر اتهویشتمه او نههویشتمه، نیمهپایلوبې د اوکټوبر پر لومړۍ او د برونزو او سرو زرو مډالونو سیالۍ د اوکټوبر پر درېیمه ترسره کیږي.
ټولې د نرینهوو د کرکټ لوبې د جاپان د آیچي ولایت په نیشین ښار کې د کورګي سپورټس پارک په لوبغالي کې ترسره کیږي.
افغانستان دغو لوبو ته د تېرو آسیایي لوبو د سپینو زرو مډال ګټونکي په توګه تللی دی. په تېرو لوبو کې هند د سرو زرو او بنګلهدېش د برونزو مډال ګټلی و.
د افغانستان لوبډلمشري دروېش رسولي کوي او په لوبډله کې د کریم جنت او نجیبالله ځدراڼ ترڅنګ یو شمېر ځوان لوبغاړي هم لوبې کوي.
افغانستان به هڅه وکړي، چې د پنجشنبې ورځې له بریا وروسته د جمعې پر ورځ له نیپال سره هم بریا خپله کړي او د یوېڅلورمې پایلوبې پړاو ته لار ومومي.
لوبی
افغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د افغانستان د سوکوهنې لوبڅار خیبر سلطاني د سوکوهنې په نهمه نړیواله ننداره کې د لوبڅارنې لپاره د چین سینکیانګ ښار ته تللی دی.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د سوکوهنې نهمه نړیواله ننداره د سپټمبر له ۲۱مې تر ۳۰مې د چین په کوربهتوب ترسره کېږي او خیبر سلطاني به په دې سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
دغه راز د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډله هم، چې له دې مخکې چین ته رسېدلې، د دغو سیالیو لپاره یې دوهورځنی روزنیزې هڅې بشپړ کړی دی.
د افغانستان ملي لوبډله په دې نړیواله ننداره کې له اووه لوبغاړو، دوه روزونکو او یوه د لوبډلې له مسوول څخه جوړه ده او د هېواد استازیتوب کوي.
لوبی
افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.
دغه راز هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.
د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټساتونکي ټاکل شوي دي.
د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.
افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د منځني ختیځ د جګړې اغېزې
