لوبی
افغان جودوکار له خپل اټریشي سیاله ماتې وخوړه
هغه له ماتې وروسته ویلي: زما هیله دا وه، چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړم. دا مهمه نده، چې مډال ترلاسه یا ترلاسه نکړئ؛ په دې سیالیو کې ګډون کول پخپله یوه لاسته راوړنه ده.
افغان جودوکار محمد صمیم فیضزاد د ۲۰۲۴ پاریس اولمپیک سیالیو په شپاړلسم پړاو کې د خپل اټریشي سیال پر تخنیکي وار پر ځمکه راپریوت.
د دغو دوه لوبغاړو ترمنځ سیالي نن (سېشنبه) د ۸۱ کیلو ګرامه وزن په برخه کې ترسره شوه، چې په پایله کې یې فیضزاد له خپل اټریشي سیاله صفر پر یوولس ماتې وخوړه.
هغه له ماتې وروسته ویلي: زما هیله دا وه، چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړم. دا مهمه نده، چې مډال ترلاسه یا ترلاسه نکړئ؛ په دې سیالیو کې ګډون کول پخپله یوه لاسته راوړنه ده.
لوبی
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې
له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ ترسرهکوونکو اعلان کړی، چې د دغو سیالیو لومړی پړاو به اوس د ۱۴۰۵ل.کال د چنګاښ له شلمې څخه د زمري تر اوومې / د ۲۰۲۶ ز.کال د جولای له شلمې څخه تر نههویشتمې پورې په کابل کې ترسره شي.
له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.
چارواکو ویلي، چې یادې سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لوبغالي کې ترسره شي او تمه ده، چې هره ورځ به د ماښام له ۶ څخه تر ۹ بجو پورې روانې وي.
آریانا راډیو ټلوېزیون، چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان غېږنیونې له ټولنې سره د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ په ټول هېواد کې دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ په لومړي پړاو کې به د هېواد له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د وزن په ۱۰ بېلابېلو ډلو او د ۱۰ سیمهییزو لوبډلو په چوکاټ کې له یو بل سره سیالي وکړي.
د سیالیو تر سرهکوونکي وایي، چې د دغو سیالیو د ترسره کېدا لپاره چمتووالی روان دی او د سیالیو د ځنډېدا موخه هم دا ده، چې لوبډلو، لوبغاړو او د سیالیو د سمبالښت بهیر ته پوره آسانتیاوې برابرې شي.
په افغانستان کې د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د منظمو ملي لوبو د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي؛ ځکه غېږنیونه د هېواد ملي لوبه او دودیز سپورټ دی.
چارواکي هیله من دي، چې دغه سیالۍ به افغان غېږنیوونکو ته د ښې پېژندنې زمینه برابره کړي او په ټول هېواد کې به د دې سپورټ د پراختیا لامل شي.
لوبی
افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربهتوب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.
د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوهیم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.
د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوهیم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوهیم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.
لوبی
د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو
د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.
نن(چارشنبه د غویي دوهیمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.
دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.
دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.
دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.
ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر
-
لوبی3 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل ناکام و– مولانا فضلالرحمن
-
تازه خبرونه3 days agoهند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا او د ښځو ګډون مهم دی – د بریټانیا استازی
-
سوداگري4 days agoپه افغانستان کې د کورنیو درملو تولید زیات شوی- ملا برادر
-
تازه خبرونه4 days agoهند د افغانستان پر وړاندې د سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو بشپړ نوملړ اعلان کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپاکستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته سپارلې
