تازه خبرونه

افغان حکومت دې د مرستو یوه برخه د ځان بسیاینې په برخه کې ولگوي- مسلمیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرگې رییس وایي، افغان حکومت باید د نړیوالو مرستو یوه برخه د ځان بسیاینې او د کانونو د کېندنې په برخه کې ولگوي.

د لندن په ناسته کې د افغانستان متحدینو له کابل سره د مرستو په دوام ژمنه وکړه او په افغانستان کې یې د سمونونو د راوستو او له فساد سره د جدي مبارزې ژمنه وشوه.

د مشرانو جرگې رییس د ملي یووالي حکومت مکلف بولي، چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

فضل هادي مسلم یار وایي، د دې لپاره، چې دغه مرستې په روڼ او کارنده ډول ولگول شي، کابینه کې باید په کار پوه او متخصص کسان وگمارل شي.

 

د مشرانو جرگې د رییس په باور افغانستان پریمانه کاني او طبیعي سرچینې لري، چې که دا سرچینې وسپړل شي، دا امکان شته، چې افغانستان نور نړیوالو مرستو ته اړتیا پیدا نه کړي.

په وروستیو ۱۳ کلونو کې د حامد کرزي په حکومت کې نړیوالو له افغانستان سره د میلیاردونو دالرو مرسته وکړه؛ خو د خلکو په ژوندانه کې یې زیات اغېز ونه کړ.

وبه لیدل شي، چې په راتلونکیو لس کلونو کې به، چې د بدلون لسیزه نومول شوې، په رښتیا د خلکو په ژوند کې بدلون راولي او که نه؟

Trending

Exit mobile version