تازه خبرونه

افغان حکومت د هېواد هندوانو او سیکهانو ته د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ

Published

on

Last Updated on: زمری ۳, ۱۴۰۱

د رییس الوزرا د دفتر عمومي مشر داکتر عبدالواسع د یکشنبې پر ورځ د زمري دوه یمه د یوه پلوي پر مشرۍ د هندوانو او سکهانو د شورا له یو شمېر غړیو سره وکتل.

دوی د هندوانو او سیکهانو د عبادت ځایونو د امنیت او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرزولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه د رییس الوزرا د دفتر عمومي مشر ته وړاندې کړل.

داکتر عبدالواسع همدا راز ټولو هغو هندوانو او سکانو ته، چې د امنيتي ستونزو له کبله له هېواده وتلي، يادونه وکړه، چې اوس په هېواد کې امنيت ټينګ شوى؛ کولى شئ بېرته خپل هېواد ته راستانه شئ او په ډاډمنه فضا کې خپل عادي ژوند روان وساتئ.

Trending

Exit mobile version