تازه خبرونه

افغان حکومت سبا ته د افغان سولې د سیمه ییزې ناستې کوربه دی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۳۹۹)

ارګ د دوشنبې پر ورځ د امریکا، روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، ملګرو ملتونو او ۱۹ نورو هېوادونو د استازیو په ګډون د افغان سولې د سیمه ییزې ناستې کوبتوب کوي.

ارګ د دوشنبې پر ورځ د ۱۹ هېوادونو او ملګرو ملتونو د استازیو په ګډون د یوې ودیدیوي ناستې کوربتوب ته چمتووالی نیولی، چې امریکا، روسیه، چین، پاکستان، هند، ایران، قطر، سعودي عربستان او ګاونډ هېوادونه یې برخوال دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د افغانانو خپلمنځي خبرې، د تاوتریخوالي کمی، د بندیانو تبادله او د بشردوستانه اوربند ټینګښت د دې ناستې اجنډا بولي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ګران هېواد وایي، چې د دوشنبې پر ورځ به په ارګ کې د افغان سولې بهیر په اړه د سیمې هېوادونو او د افغانستان د نړیوالو ستراتیژیکو ونډوالو په ګډون یو ویدیوي کنفرانس تر سره شي.       

د دوشنبې د ورځې په ناسته کې به د هغو هېوادونو استازي هم را غونډ شي، چې د ګټو ټکر لري؛ دوی د سولې خبرو په تړاو د یوې اجماع د جوړولو هڅه کوي. که څه هم دولت تل ویلي، چې د سولې په اړه په  سیمه کې اجماع شته.

په پاکستان کې پخواني دیپلومات احمد سعیدي ویلي؛ د افغانستان حکومت تل ویلي، چې د ځان په ګټه سیمه ییزه اجماع لري. د سبا ناسته یو ځل بیا د افغانستان د سولې او امنیت لپاره پر سیمه ییزې همغږۍ ټینګار کوي          

ټاکل شوې، چې په کابل کې به سیمه ییزه ناسته د ولسمشر غني پر خبرو پیل شي او په پای کې به ۱۹ هېوادونه او ملګري ملتونه د افغانستان د سولې په اړه ګډه اعلامیه وړاندې کړي.

ویل کیږي، چې د سې شنبې پر ورځ کابل د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې ناستې کوربه دی، چې په کې د سولې خبرې کیږي؛ خو په دې خبرو کې د هند نه حضور د سولې پر زیان انګېرل کیږي.

Trending

Exit mobile version