تازه خبرونه

افغان خاوره باید د سیمې هېوادونو ته ګواښ نشي – د سیمې بهرنیو چارو وزیران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۵, ۱۴۰۰)

 په تهران کې د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو په ګده ناسته کې ویلي؛ افغان خاوره باید د سیمې هېوادونو ته ګواښ نشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په تهران کې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو  غونډې ته ویلي؛ له تېرو څو میاشتو راپدیخوا په افغانستان کې د داعش فعالیتونه زیات شوي او د افغانستان بې ثباتۍ او ناامنۍ ګاونډیان اغېزمن کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د تهران له ګډو خبرو وروسته یوې خبري غونډې ته ویلي؛ له افغانستان سره باید بشري او اقتصادي مرستې وشي، چې د افغانستان ځوانان تروریستي ډلو ته له پاملرنې بې برخې شي.

عبداللهیان وایي؛ طالبان (اسلامي امارت) یو حقیقت دی او دوی اوس په افغانستان کې واکمن حکومت چلوي. هغوی (اسلامي امارت) باید وهڅول شي، چې د یوه ټولګدونه حکومت پر لوري داډمن ګامونه پړرته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د افغانستان له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې امریکا او ناټو ته د پوځي اډو اجازه ورنکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه یمه غونډه کې د انلاین وینا پر مهال د افغانستان له ګاونډ هېوادونو وغوښتل، چې د امریکایي او ناټو ځواکونو کوربتوب ونګړي.

د چین او پاکستان بهرنیوچارو وزیرانو ویلي، چې طالبان ( اسلامي امارت) له نړۍ  سره د تعامل غوښتنه لري او د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید له افغانستان سره مرسته وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته لېواله دی

هغه د افغانستان په اړه د ​​تهران سرمشریزې ته په یوه ثبت شوې وینا کې ویلي؛ چین به په مناسب وخت کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د درېیمې غونډې کوربه وي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته څرګنده کړې، پاکستان یو باثباته افغانستان غواړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنټونیو ګوترش دې ناستې ته په یوه پیغام کې ویلي، چې افغانستان له ستر اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او اړتیا ده، چې بیړنی اقدام وشي.

هغه وایي: مونږ باید د افغان اقتصاد ژغورنې لپاره لارې ګودرې وګورو. مونږ باید ګډ کار وکړو، چې حالت بدل شي او باید په افغانستان کې اقتصادي برابري را منځته شي.

په دې ناسته کې د افغان حکومت استازی نشته؛ خو اسلامي امارت دا راز ناستې افغانستان ته مهمې بولي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیر خواه وایي: د تهران ناسته د ګاونډ هېوادونو ناسته ده. مونږ دې ناستې ته ببل شوي نه یوو. یوازې ګاونډ هېوادونه په کې ونډه لري.

د تهران ناسته د مسکو له ناستې یوه اوونۍ وروسته جوړیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چین بهرنیو چارو وزیر هم په بیجنګ کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو درېیمې ناستې جوړولو ته چمتووالی څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version