سیمه ییز خبرونه
افغان دولت به په افغانستان كې د سوريې د محالفينو روزنه وڅېړي
افغان ولس مشر حامد كرزي د روسيې د بهرنيو چارو د وزير څرگندونې، چې د افغانستان له حاكميته په وتليو سيمو كې د سوريې مخالفينو ته د كيمياوي وسلو د كارولو زده كړه وركول كيږي، اړينې وگڼلې او د افغان دولت پر كړنې او د متحدينو پر رڼاوي يې د ټينگار څرگندونه وكړه.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگى لاوروف وايي:
گزارشونو ښيي، چې بهرني هېوادونه د افغانستان د چاپېريال ځينې برخې د سوريې د دولت مخالفينو ته د كيمياوي وسلو د كارونې زده كړو ته كارول كيږي.
افغان ولسمشرحامد كرزى دغه ستونزه ډېره د غور وړ وگڼله او د څېړنې په اړه يې د ټينگار څرگندونه وكړه.
د مشرانو جرگې غړې بلقيس روشن وايي:
خلاصې او پرانستې پولې هر وخت دغه هېواد ته نوې ستونزې زېږوي. له گونډ هېوادونو څخه د مخالفينو آزاد تگ و راتگ، بهر ته له افغانستان څخه د نشه يي توكو قاچاق، د چاوديدونكيو توكو قاچاق او د الكولي توكو راليږدول هغه څه دي، چې له څارنې څخه د خلاصو پولو له لارې يې هېواد ته ستونزې جوړې كړي او اوس دادى بهرنيو جنگياليو ته هم په كې د روزنې خبرې په ډاگه كيږي.
افغانستان له پاكستان، ايران، تاجكستان، تركمنستان، ازبكستان او چين سره گډې پولې لري.
دا هېواد د نورو گاونډ هېوادونو په پرتله له پاكستان سره ډېره اوږده پوله لري، چې هره ستونزه دې هېواد ته له همدې پولې راپېښيږي.
سیمه ییز خبرونه
آیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
رویترز خبري آژانس په یوه راپور کې دا موضوع څېړلې، چې آیا ایران له حقوقي پلوه کولی شي له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو پر تګ راتګ پیسې وضع کړي او که نه؟!.
د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
هرمز تنګی څه ډول سیمه ده؟
هرمز تنګی هغه اوبلاره ده، چې فارس خلیج له عمان خلیج سره نښلوي او د ایران او عمان په سمندري اوبو کې پروت دی. دا د نړۍ د انرژۍ د لېږد لویهلار ګڼل کیږي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي.
د دې اوبلارې اوږدوالی شاوخوا ۱۶۷ کیلومټره دی او په یوه نرۍ برخه کې د بېړیو د تګ راتګ دوه بېلابېلې لارې د حایل سیمې په توګه لري.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته دا لار په عملي ډول محدوده کړې او د کړکېچ د پای ته رسېدا د شرطونو په توګه یې په کې پر تګ راتګ د پیسو غوښتنه کړې؛ خو د دې پیسو د عملي اخیستلو څرنګوالی تر دې دمه روښانه نهدی.
نړیوال قانون څه وايي؟
د سمندرونو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون، چې په۱۹۸۲ ز.کال کې تصویب شوی او له ۱۹۹۴ راپدېخوا پلی کیږي؛ په نړیوالو تنګیو کې بېخنډه «ټرانزیټي تګ» حق ډاډمنوي.
دغه سمندري هوکړه ساحلي هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د خپلو سمندري اوبو په حدودو کې تګ راتګ تنظیم کړي؛ خو باید د بېړیو بېضرره او آزاد تګ راتګ هم ډاډمن کړي.
خو ایران او امریکا دا کنوانسیون نهدی لاسلیک کړی، چې حقوقي بحثونه نور هم پېچلې کوي.
د پیسو وضع کولو احتمالي ستونزې
رویترز راپور ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون د پلي کولو لپاره مستقیم اجرائیوي میکانیزم نشته. که څه هم نړیوالې محکمې پرېکړې کولی شي؛ خو د پلي کېدا مستقیم ځواک نهلري.
دغه راز هېوادونه او شرکتونه کولی شي د بېړیو د لارو پر بدلولو یا د هغو بنسټونو پر ضد د هدفمندو بندیزونو له لارې، چې له دې پیسو سره تړاو ولري؛ د دې کړنې مخه ونیسي.
دغه راپور زیاتوي، چې ځینې شرکتونه اوس له هرمز تنګي څخه د تېرېدا بدیلې لارې ارزوي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
د امریکا مرکزي قومندانۍ خبرپاڼې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې څرګنده کړې؛ دا کړنه د اعلان شوې هغې پرېکړې له مخې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو لهخوا د هرمز تنګي د سمندري بندیز د پیل په اړه مخکې کړې وه.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې له دوشنبې( د وري څلیریشتمه / د اپرېل دیارلسمه) څخه به د ایران بندرونو ته د بېړیو پر سمندري تګ راتګ بندیزونه پیل کړي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ خبرپاڼې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې څرګنده کړې؛ دا کړنه د اعلان شوې هغې پرېکړې له مخې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو لهخوا د هرمز تنګي د سمندري بندیز د پیل په اړه مخکې کړې وه.
د خبرپاڼې له مخې: دا بندیز به په مساوي ډول د ټولو هېوادونو پر بېړیو، چې د ایران بندرونو ته داخلېږي یا ترې وځي؛ پلي شي. دا بندیز د فارس خلیج او د عمان سمندر ټول ایرانی بندرونه رانغاړي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ټینګار کړی، چې دا پرېکړه به د هغو بېړیو د آزاد تګ راتګ مخه ونهنیسي، چې د هرمز تنګي له لارې د ایران له بندرونو پرته نورو بندرونو ته روانې وي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بندیز له رسمي پیل مخکې به سوداګریزو بېړیو ته اړینې خبرتیاوې ورکړ شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي، چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او د نړۍ د انرژۍ د لارو بې ثباتي نوره هم زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران سپاه پاسداران ویلي؛ هرمز تنګي ته د پوځي کښتیو هر ډول تګ راتګ به د ایران او امریکا له دوهاوونیز اوربند څخه سرغړونه وي او له «پرېکنده او سخت» غبرګون سره به مخ شي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې دواړه لوري پر ځینو مسلو هوکړې ته ورسېدل؛ خو په ۲ یا ۳ اصلي مسلو کې یې بېلابېل نظرونه درلودل، چې په پای کې خبرې کومې پایلې ته ونهرسېدلې.
له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په شکمنه فضا کې پرته له کومې ځانګړې هوکړې پای ته ورسیدې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې دواړه لوري پر ځینو مسلو هوکړې ته ورسېدل؛ خو په ۲ یا ۳ اصلي مسلو کې یې بېلابېل نظرونه درلودل، چې په پای کې خبرې کومې پایلې ته ونهرسېدلې.
بقايي ویلي، چې دا خبرې په خورا حساسو شرایطو کې او له اوږدې جګړې وروسته ترسره شوې؛ ځکه دا طبیعي ده، چې نشي کولی د خبرو له پیل سره سم هوکړې ته ورسیږي.
د هغه خبرې د دې خبرو اترو پېچلې ننګونې راښکاره کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې خبرو اترو په لړ کې راپورته شویو نویو مسلو ته هم نغوته(اشاره) کړې ده. په ځانګړي توګه د هرمز تنګي حساسه مسله، چې خپلې پېچلتیاوې یې درلودې.
دغه راز هغه ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي هیڅکله نهدریږي او دا بهیر د ملي ګټو د ساتنې لپاره یوه اړینه وسیله ده.
له ۲۱ ساعتونو سختو خبرو اترو وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډيوینس پر مشرۍ د امریکا مذاکراتي ډله پرته له دې، چې یوې هوکړې ته ورسیږي؛ له پاکستان څخه ووته او امریکا ته روانه شوه.
اسماعیل بقايي دا هم ویلي، چې له اوسنیو ننګونو سره – سره، خبرې به دوام ومومي او ایران هڅه کوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې خپلې ملي ګټې خوندي کړي.
-
سوداگري21 hours agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
تازه خبرونه3 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
نړۍ2 days agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
نړۍ22 hours agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
تحول3 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
څار2 days agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
سوداگري2 days agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
-
تحول1 day agoتحول: په افغانستان کې د جګړې د تپلو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې

