سیمه ییز خبرونه

افغان دولت به په افغانستان كې د سوريې د محالفينو روزنه وڅېړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولس مشر حامد كرزي د روسيې د بهرنيو چارو د وزير څرگندونې، چې د افغانستان له حاكميته په وتليو سيمو كې د سوريې مخالفينو ته د كيمياوي وسلو د كارولو زده كړه وركول كيږي، اړينې وگڼلې او د افغان دولت پر كړنې او د متحدينو پر رڼاوي يې د ټينگار څرگندونه وكړه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگى لاوروف وايي:

گزارشونو ښيي، چې بهرني هېوادونه د افغانستان د چاپېريال ځينې برخې د سوريې د دولت مخالفينو ته د كيمياوي وسلو د كارونې زده كړو ته كارول كيږي.

افغان ولسمشرحامد كرزى دغه ستونزه ډېره د غور وړ وگڼله او د څېړنې په اړه يې د ټينگار څرگندونه وكړه.

د مشرانو جرگې غړې بلقيس روشن وايي:

خلاصې او پرانستې پولې هر وخت دغه هېواد ته نوې ستونزې زېږوي. له گونډ هېوادونو څخه د مخالفينو آزاد تگ و راتگ، بهر ته له افغانستان څخه د نشه يي توكو قاچاق، د چاوديدونكيو توكو قاچاق او د الكولي توكو راليږدول هغه څه دي، چې له څارنې څخه د خلاصو پولو له لارې يې هېواد ته ستونزې جوړې كړي او اوس دادى بهرنيو جنگياليو ته هم  په كې  د روزنې خبرې په ډاگه كيږي.

افغانستان له پاكستان، ايران، تاجكستان، تركمنستان، ازبكستان او چين سره گډې پولې لري.

دا هېواد د نورو گاونډ هېوادونو په پرتله له پاكستان سره ډېره اوږده پوله لري، چې هره ستونزه دې هېواد ته له همدې پولې راپېښيږي.

Trending

Exit mobile version