سیمه ییز خبرونه

افغان دولت دې له مخالفينو سره د جگړې يا خبرو تگلاره روښانه كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د مدني ټولنې يو شمېرمدافع بنسټونه په فارياب كې د وروستي ځانمرگي بريد په غبرگون كې وايي:

ترهغې، چې افغان دولت د جگړې د دوام او له وسله والو مخالفينو سره د خبرو په اړه تگلاره روښانه نه كړي؛ د دا ډول خونړيو بريدونو مخنيوى گران دى.

د سولې عالي شورا وايي:

په افغانستان كې د تاوتريخوالي له دوام څخه د پاكستانيو پوځي كړيو ملاتړ د دې لامل شوى، چې په تاوتريخوالي كې ملكي خلكو ته ډېره مرگ و ژوبله واوړي.

په ميمنه كې د تېرې جمعې په ورځ(د لړم ۵) د اختر پرلمونځ كوونكو ځانمرگى بريد، چې د كابل د تېركال د عاشورا له بريد وروسته خونړى بريد بلل شوى؛ كورني او نړيوال غبرګونونه را وپارول.

د مدني ټولنې او فرهنگ بنياد رييس مير احمد جوينده په خپل نوي غبرگون كې وايي:

افغان دولت بايد د دا ډول بريدونو د تكرار د مخنيوي په موخه د جگړې د دوام او يا له وسله والو مخالفينو سره د خبرو د دوام په اړه خپل سياست روښانه كړي.

د سولې عالي شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار له وسله والو مخالفينو سره مذاكره او په هېواد كې د ثبات ټينگښت يوه پېچلې موضوع گڼي او وايي:

دا موضوع اوس سيمه ييزه او څه نا څه نړيواله شوې ده.

په افغانستان كې د آيساف وياند ګونتر گيتز دا بريد غندلى او وايي:

دې ناوړه حملې يو ځل بيا له اختر،  سولې او ثبات سره  د خلكو د ليوالتيا په اړه د وسله والو بې احترامي وښوده. زه يو ځل بيا هغو كسانو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې كوم، چې د كورنۍ غړيو او يا دوستانو ته  يې په  دې بريد كې مرگ و ژوبله اوښتې ده.

په دغه ځانمرگي بريد كې د اختر په لومړۍ ورځ د ماشومانو په گډون له څلويښتو ډېر كسان ووژل شول او پنځوس نور ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version