تازه خبرونه
افغان دولت له طالبانو سره د پټو اړيكو لرل رد كړل
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول مزار ته په خپل سفر كې د بلخ له والي سره د سولې په اړه خبرې اترې وكړې.
د بلخ والي عطامحمد نور د بهرنيو چارو له وزير سره له كتنې وروسته په يوه گډه خبري ناسته كې د سولې عالي شورا څخه د سولې په پاليسۍ كې د بدلون غوښتنه وكړه.
ښاغلي نور ټينگار وكړ، چې:
د پاكستان له زندانونو څخه د طالب بنديانو د خوشې كولو د بهير روښانه پايله تر لاسه شوې نه ده او د سولې عالي شورا بايد له روانو فرصتونو گټه پورته كړي.
په همدې حال كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل:
د سولې خبرې يو ملي بهير دى، چې د ټولو اړخونو او د افغانستان د خلكو قناعت او خوښه به په كې راخپله كړاى شي.
نوموړي په بشپړ ټينگار څرگنده كړه، چې:
له طالبانو سره د ملي گټو خلاف هيڅ راز پټې خبرې نه تر سره شوي او نه به تر سره شي.
بهرنيو چارو وزير په داسې حال كې د بلخ له والي سره په مزار شريف كې خبرې اترې كوي، چې هغه له طالبانو سره پر خبرو خپله ناخوښي څو ځله ښكاره كړې او د دغه بهير د رڼښت(شفافيت) غوښتونكى شوى دى.
