سوداگري
افغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان سوداګریزې لارې بندې ساتي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.
د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې؛ د ملي درنښت، سوداګریزو ګټو او د هېواد د وګړو د حقونو ساتنې لپاره پرېکړه شوې، چې افغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خپله تکیه راکمه کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان سوداګریزې لارې بندې ساتي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.
په دې غونډه کې ملابرادر له سوداګرو وغوښتل، چې د امکان تر حده له پاکستان سره له سوداګرۍ ډډه وکړي او د خپلو توکو د ټرانزیټ لپاره بدیلې لارې وکاروي.
د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان څخه واردات باید بدیلو بازارونو او هېوادونو ته واستول شي، ځکه اوسمهال بېلابېل غوراوي لرو.
هغه دا هم ویلي، چې د درملو واردات باید په بشپړ ډول راکم شي او سوداګر باید خپل حسابونه او معاملې له پاکستان څخه راټولې کړي.
دغه راز په دې ناسته کې د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې افغان سوداګرو ته په یوه میاشت کې د تورخم د دروازې له تړلکېدا ۲۰۰ میلیون ډالر زیان اوښتی دی.
دا پرېکړه د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو د زیاتوالي او د پاکستان لهخوا د لارو د پرلهپسې تړلو وروسته رامنځته شوې ده.