پرمختګ او بشپړتیا
افغان سوداگرو ښځو شورا د لاسي صنايعو او توليداتو د نندارتون پرانسته وكړه
په دغه نندارتون كې د ښځو له خوا جوړشوي توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي .
د دغې شورا مسوولين وايي، چې:
د مناسب ځاى د نشتوالي او نوې ټكنالوژۍ ته نه لاسرسي له ستونزو سره مخ كړي دي .
د نندارتون د پرانستې په مراسمو كې د افغان سوداگرو ميرمنو د شورا رييسې حبيبه واعضي وويل، چې:
سوداگرو ميرومنو د تېرو اته كلونو په لړكې پرمختگ كړى او په ملي كچه يې د خپلو توليداتو لپاره با زار موندلى دى.
نوموړې وايي:
د دا سې نندارتونونو او كنفرانسونو موخه داده، چې نړيوالو بازارونو ته هم لاره و مومي.
ميرمن واعظي د كار لپاره د مناسب ځاى نشتوالى، د كاريدونكيو موادو محدوديت او د نوې ټكنالوژۍ نشتوالى او له هغو سره د توليدوونكيو ښځو نه بلد يت هغه ستونزې دي، چې افغان سوداگرې ميرمنې ورسره مخ دي.
د افغا نستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو وايي، چې ټولې ستونزې بايد پر دولت وانه چول شي او توليدونكي پخپله هم بايد د هغو په له منځه وړلو كې هڅه وكړي .
يو شمېرتوليدونكې او سوداگرې هم د خپلو لاسي صنايعو او توليداتو لپاره د دا ډول نندارتونونو جوړول گټورگڼي .
په دې نندارتون كې بېلابېلې گنډل شوې جامې ، د مريو اميلونه او يو شمېر نور په لاس جوړ شوي توكي نندارې ته ايښودل شوي، چې درې ورځې به دوام وكړي