تازه خبرونه

افغان صرافانو او خلکو د امریکا د بې پلوته الوتکې برید وغانده

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۰, ۱۴۰۱)

په کابل کې د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو، یوشمېر سوداګرو او خلکو د امریکا د وروستي هوايي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

دوی، چې د کابل شهزاده سرای مخې ته تم شول او له ګاونډ هېوادونو یې وغوښتل، چې پرېنږدي هوايي حریم یې د افغانستان پر وړاندې وکارول شي.

لاريون کوونکیو ویلي، چې دغه بريد د دوحې له تړون او نورو نړيوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

د افغانستان د صرافانو سرتاسري ټولنې مسوولین د هېواد په فضا کې د بې پیلوته الوتکو فعالیت او په افغانستان کې یې د الوتکو د بریدونو ترسره کول په کلکو ټکو غندي.

د دې اعتراضیه لاریون جوړوونکي څرګندوي؛ د هېواد د آزادۍ د ساتلو لپاره له اسلامي امارت څخه په کلکه دفاع کوي او له نړیوالو بشري بنسټونو یې غوښتي، چې په افغانستان کې دې امریکا  نور د جګړې اور ته لمن نه وهي.

دوی په ډاګه کړې، چې د دې اعتراض موخه د امریکا په ګډون د هغو هېوادونو پر ضد غږ پورته کول دي، چې د افغانستان د امنیت ضد هڅې تر سره کوي.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې غړی عبدالرحمان ځیرک وایي: مونږ د خپل نظام او خلکو تر شاه ولاړ یوو. مونږ د نړۍ ستر قدرتونه مات کړي دي. هیله کوو، چې زمونږ په هېواد کې د جګړي د پراختیا هڅه ونشي. مونږ غواړو، چې نور له نړۍ سره سوله ییز ژوند ولرو او له جګړو ستړي یوو.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړی امین جان خوستی وایي: مونږ د امن خلک یوو مونږ او له ټولو هیله لرو، چي غیرمسوولانه کړنو نه لاس واخلي. مونږ په خپله خاوره کې تجاوز نه منو او مونږ هر ډول تجاوز غندو او له غربي قدرتونونه هیله لرو، چي پر مونږ نور جنګ تحمیل نکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم، چې په دې اعتراضیه غونډه کې برخه درلوده له نړیوالو وغوښتل، چې د افغانستان د امنیت له ګواښلو دې لاس واخلي.

د دوی په خبره په کار ده، چې نړۍ له افغانستان سره د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

دوی زیاتوي؛ نړۍ او د سیمي هېوادونه باید د افغانستان آزادۍ ته درناوی وکړي. دوی وایي، د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت ګډوډول د افغانستان، سیمي او ګاونډ هېوادونو لپاره ستونزې پېښولی شي.

د یادو معترضانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان خصوصي سکتور له نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتنه کوي، خو له اسلامي امارت ملاتړ هم کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند ویلي: مونږ د نړۍ هېوادونو ته وایو، چې د افغانستان د او سني حکومت او د افغانستان  آزادۍ  ته درناوي وکړي. مونږه نه غواړو، چې په هېواد کې مو بیا تحمیلي  جګړي پیل شي. مونږ له خپل نظام څخه د دفاع لپاره  پوره چمتووالی لرو.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی عبدالحمید وایي: نړۍ او لویو قدرتونو ته باید دا معلومه شوې وي، چې په افغانستان کې يې ماته خوړلې. مونږ ته د خپلې آزادۍ د ساتلو درس راکړ شوی. مونږ له امریکا او غربي هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې زمونږ د امنیت او استقلال احترام وکړي.

د خصوصي سکتورغړیو د یوه ۹ ماده ییز پرېکړه لیک له خپرولو سره له اسلامي امارته غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د آزادۍ او ثبات د دښمنانو غرضي او مرضي هڅې په نطفه کې له منځه یوسي. دوی همداراز له ګاونډ هېوادونو هم غوښتنه کړي، چې د افغانستان په جګړو کې دې نور د خپلو ګټو له لټولو لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب هڅه دې وکړي. 

په هرات کې هم د صرافانو ټولنې او لاریونوالو د افغانستان پر خاوره د امریکا د بې پېلوته الوتکې برید غندلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ختیځ، جنوب او لویدیځ کې هم سلګونه صرافانو سوله ییز لاریونونه تر سره کړل او پر افغانستان یې د امریکا د بې پیلوته الوتکې برید وغانده.

Trending

Exit mobile version