Connect with us

تازه خبرونه

افغان عالمانو په کابل کې له درې ورځنۍ لویې غونډې وروسته ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک وړاندې کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۱۲, ۱۴۰۱

په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د دیني عالمانو او قومي مشرانو غونډه، چې د پنجشنبې پر ورځ پیل شوې وه د شنبې پر ورځ د ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک پر وړاندې کولو پای ته ورسېده.

په دې تصویب شوي پرېکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې دوی په افغانستان کې اسلامي امارت د مشروع حکومت په توګه پر رسمیت وپېژني.

په پرېکړه لیک کې راغلي: مونږ پر نړۍ، ګاونډ هېوادونو، ملګرو ملتونو، نړیوالو ټولنو په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو او ادارو غواړو، چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه مشروع حکومت په توګه پر رسمیت وپېژني.

سربېره پردې د عالمانو په دې لویه غونډه کې ګډون کوونکیو د اسلامي امارت او د دوی د مشرانو پر وړاندې د ټولو لګېدلیو بندیزونو د لرې کولو او د هېواد د کنګل شويو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د جمعې پر ورځ له ۳۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو په درې ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړ او په خپله وینا کې یې ګډونوالو ته د جهاد د بریا او د هېواد د خپلواکۍ مبارکي وړاندې کړه.

شیخ هبة الله آخوندزاده، چې ډېر وخت په کندهار ولایت کې وي او ډېر لږ عام محضر ته راوځي؛ د جمعې پر ورځ په خپله وینا کې وویل، چې بهرنیان باید امر ونکړي.

دیني عالمانو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي، چې د اسلامي امارت دفاع فرض ده او د داعشیانو د خراسان اسلامي دولت، چې په وروستیو میاشتو کې یې د یو شمېر پېښو مسوولیت منلی؛ ناروا بولي.

د دیني عالمانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عالمانو لویې غونډې په دې اړه خپل ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک په لاندې بڼه وړاندې کړی:

۱. اسلامي نظام د الله تعالی ستر نعمت او زمونږ د مؤمن ولس همیشنۍ غوښتنه وه. تجربو ثابته کړې، چې اسلامي نظام له ځان سره عدالت، امنیت، عزت او برکت راوړي. اسلامي نظام زمونږ د جهاد او څه باندې څلورو لسیزو قربانیو، هجرتونو او مشقتونو ستر آرمان او هدف و. دا، چې د الله تعالی پر ځانګړي فضل په ګران هېواد افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی؛ مونږ یې نه یوازې کلک حمایت کوو، بلکې مرسته، دفاع او هر اړخیز ملاتړ یې د ټول ولس دیني او ملي وجیبه ګڼو.

۲. مونږ د افغانستان اسلامي امارت له زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله آخوندزاده(حفظه الله) سره خپل بیعت یو ځل بیا تجدیدوو او په کلکه یې ملاتړ کوو. نوموړی مو د افغانستان د شرعي حاکم او اسلامي امارت د امیر په حیث منلی او منو یې او له الله تعالی څخه ورته په ټولو دیني او دنیوي چارو کې توفیق غواړو.

۳. څرنګه، چې اسلامي امارت د افغان ولس له متن څخه راپورته شوی او هیڅ بهرنی جهت د هغه په اقامه کې دخالت نلري او همدا یې د داخلي مشروعیت مؤثق دلیل دی. دغه راز یې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین کړی، د قدرت جزیرې یې له منځه وړي، افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته متوجه ګواښونه یې خنثی کړي، په حکومتدارۍ کې یې د فساد، غصب او اختلاس فرهنګ ختم کړی او په افغانستان کې یې یو مرکزي واکمن نظام رامنځته کړی دی. د دې نظام تقویه نه یوازې د افغانستان او سیمې بلکې د ټولې نړۍ په ګټه ده.؛ ځکه، نو د سیمې او نړۍ پر هېوادونو، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ټولنو، په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو او ټولنو غږ کوو، چې اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په حیث پر رسمیت وپېژني؛ مثبت تعامل ورسره وکړي، له افغانستان څخه ټول بندیزونه پورته، د افغان ولس کنګل شوې شتمني آزاده او د هېواد په اقتصادي وده او بیا رغونه کې زمونږ د ملت ملاتړ وکړي.

 ۴. مونږ د اسلامي امارت له لوري د مخدره موادو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په اړه د صادر شوي فرمان کلک حمایت کوو.

۵. مونږ د متقابل احترام او تعامل اصل ته پر پاملرنه له ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د عدم مداخلې له سیاست او دهغوی پرخلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمال په اړه د اسلامي امارت له موقف څخه ملاتړ کوو. همدارنګه د بالمثل تعامل پر بنسټ له ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ څخه مطالبه لرو، چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونکړي او هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي، چې د دوی له خاورې څخه په استفاده د افغانستان پرخلاف فعالیت وکړي.

۶. د افغانستان اسلامي امارت یو حاکم اسلامي نظام دی، چې پر ټول هېواد واک لري او په هېواد کې یې امنیت او عدالت تأمین کړی دی.

د دې نظام پر وړاندې هر ډول مسلحانه مخالفت بغاوت او فساد في الارض ګڼل کیږي، چې دفع کول یې پر امارت او ملت واجب دي. همدارنګه د همدې حاکم اسلامي نظام هر نوع مخالفت، چې له اسلامي شریعت او ملي منافعو سره په ټکر کې وي فساد او ناروا عمل دی.

۷. له ملت غواړو، چې د داعش په نوم فتنه ګر د دې عصر خوارج او باطله ډله ده، چې زمونږ په اسلامي هېواد کې فساد خپروي. له دوی سره هر قسم مرسته او تعلق شرعاً ناروا عمل دی.

۸. پر هغو عالمانو، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي غږ کوو، چې له مناظرو او زیان اړوونکیو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي؛ ځکه له دې کبله خلکو ته اختلافات او تشویشونه پیدا کیږي او په ملت کې د فتنې سبب ګرځي.

۹. له اسلامي امارته غواړو، چې عدالت، دیني او عصري تعلیم، صحت، زراعت، صنعت، د اسلامي مقدس شریعت په رڼا کې د اقلیتونو، ماشومانو، میرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

۱۰. مونږ د اسلامي امارت له مشرتابه غواړو، چې خپل موجود وحدت نور هم مستحکم، ملي وحدت نور هم پياوړی او ارضي تمامیت وساتي. د ملي مصالحو په تحقق، د فقر او بیکارۍ په مخنیوي او د ولسي هوساینې په لاره کې رغنده ګامونه واخلي.

۱۱. دا، چې اسلامي امارت هېواد ته د بهر ته تللیو شخصیتونو د رابللو بهیر پیل کړی؛ مونږ یې ملاتړ کوو. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. هیڅوک باید دلته د پردیتوب احساس ونکړي. له هېواده بهر شخصیتونو څخه مو غوښتنه دا ده، چې رامنځته شوی وضعیت یو فرصت وبولي؛ خپل هېواد ته راستانه شي او د پردیو په لمسون د مغرضانه فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

 د غونډې بهیر د خبري رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپور نشو او او د غونډې جزئیات پخپل د رادیو له لارې  او  د اسلامي امارت د ویاندویانو لخوا له رسنیو سره شریک شوی دی.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې تل لویه غونډه یا جرګه د هېواد په سیاسي بهیر کې تاریخي او مهم ځای لري او تل د شخړو د اوارۍ، د ټولنیزو اصلاحاتو او د ملي او نړیوالو پرېکړو د تصویب، د نظام جوړولو، ارزښتونو او ملي ویاړونو د خوندي کولو لپاره جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!