سیمه ییز خبرونه

افغان كډوال به په ايران كې د اوسېدو له امتياز څخه برخمن شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان حكومت به له ايران سره داسې يو هوكړه ليك لاسليك كړي، چې له مخې به يې افغان كډوال په ايران كې د اوسېدو له امتياز څخه برخمن شي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دغه كار سره به ايران ته د افغانانو تګ راتګ اسانه شي او د انسان د قاچاق څخه به مخنيوى وشي.

په ايران كې د افغان كډوالو د ستونزو په باب د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان د اندېښنو وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:

له ايران سره به داسې يو تړون لاسليك كړي، چې له مخې به يې په ايران كې د افغان كډوالو يو لړ ستونزې هوارې شي.

نوموړى همدا راز وايي، چې د افغانستان، ايران، او هند تر مېنځ به سوداګريز تړون هم ګټور ووسي او د سوداګريزو توكو په لېږدولو او را لېږدولو كې ستونزې هوارې كړي.

ايران د افغانستان له هغو ګاونډيو هېوادونو څخه دى، چې د شمېرو له مخې له دوه ميليونو زيات افغانان پكښې كډوال دې، چې په كراتو كراتو د دغه هېواد د حكومت له خوا دوی ته ستونزې جوړې شوې دي.

Trending

Exit mobile version