لوبی
افغان لوبغاړي په تکواندو آزادو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه
(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۴۰۲)
د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې غړي علي اکبر امیري د ۲۰۲۳ ز. کال د کوریا په تکواندو آزادو نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.
امیري د نایجیریا عبدالایسوفو ته پر ماتې ورکولو د نرینه سیالیو یا تورنمنت په ۸۷ کیلو ګرام کټګورۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
ایسوفو د ۲۰۱۶ په دوبني المپیک کې د سپینو زرو مدال ګاټلی و، چې د المپیک په لوبو کې د یو نایجیریایي ترټولو غوره پایله وه.
د افغانستان امیري د کوریا چونچئون په تکواندو آزادو نړیوالو سیالیو کې د کانادا، قزاقستان او جنوبي کوریا سیالانو ته هم ماتې ورکړه.
دا لومړی ځل دی، چې یو افغان لوبغاړي په دې بڼه سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.