لوبی

افغان لوبډله له سریلانکا وروسته بنګله دېش ته ځي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې؛ افغان کرکت ملي لوبډله د سریلانکا له لوبلړۍ وروسته د راتلونکې جون میاشتې پر لسمه نېټه د بنګله دېش پر لوري خوځیږي، چې د یاد هېواد پر وړاندې یوه تېست لوبه، درې نړیوالې یو ورځنۍ او دوه نړیوالې شل آووریزې هغه ترسره کړي.

د کرکت ملي لوبډلې دا کاري سفر به د جون پر څوارلسمه تېست لوبې پر ترسره کولو پیل شي، ورپسې به د جولای پر پېنځمه، اتمه او یوولسمه د سیالې لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي. دغه راز به د همدې میاشتې پر څوارلسمه او شپاړسمه د بنګله دېش پر وړاندې په شل آووریزو نړیوالو لوبو کې ډګر ته ورودانګي.

د افغانستان کرکت بورد وایي؛ تېست لوبه به د بنګله دېش پر وړاندې د دې هېواد د پلازمېنې داکه په شېربنګله کرکت لوبغالي کې ترسره شي. په داسې حال کې، چې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ به د چتوګرام په ظهور احمد چودري او د شل آووریزو نړیوالو سیالیو هغه د سیلهیت په نړیوال کرکت لوبغاليو کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورد اجرائیوي رییس نصیب خان په دې اړه وایي: ډېر خوښ یم، چې د ملي لوبډلې ډېر بوخت مهالوېش لرو؛ له سریلانکا وروسته به لوبډله بنګله دېش ته ځي او هیله من یم، چې له یاد هېواد سره هم د تل په څېر غوره او له لاسته راوړنو ډکې سیالۍ ترسره کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ بنګله دېش لوبډله یوه غوره او له هره اړخه پیاوړې لوبډله ده، خو زمونږ لوبغاړي بیا دغو سیالیو ته بشپړ چمتو دي او زه ډاډمن یم، چې لوبغاړي به مو له دغو سیالیو هم هېواد ته ډکې منګولې راستنیږي.

نصیب خان وایي؛ زمونږ موخه د هېواد په دننه او بهر د کرکت فعالیتونو ډېرول او تر هر ځایه د کرکت رسول دي. نن د هېواد په داخل کې د سوپرکولا زرغون افغانستان جام سیالیو پایلوبه هم روانه ده او له شک پرته ډېر خوشحاله یم، چې له سریلانکا وروسته مو لوبډله بنګله دېش ته هم ځي.

د یادونې ده، چې د هېواد په دننه کې د زرغون افغانستان جام یو ورځنیو سیالیو ترڅنګ د ایمرجېنګ یو ورځنۍ سیالۍ هم روانې دي، چې دغه لوبډله هم د آسیا جام ایمرجېنګ سیالیو ته پوره چمتو شي.

Trending

Exit mobile version