سوداگري
افغان لوړ پوړي پلاوي د اقتصادي او صنعتي همکاریو د غځولو لپاره بیلاروس ته سفر کړی
د ملي پراختیا شرکت ویاند څرګنده کړی، چې بېلاروس ته په سفر کې د امارتي شرکتونو پر لوی رییس احمد جان بلال او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش سربېره د بهرنیو چارو وزارت استازو او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ډلې ملتیا کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت ملي پراختیا شرکت ویلي؛ افغان پلاوي د بېلاروس هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کرنې وزارت او صنعت وزارت له چارواکو سره په بېلا بېلو کتنو کې د دوه اړخیزو سیاسي،اقتصادي او تجارتي مسایلو په اړه خبرې کړي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند څرګنده کړی، چې بېلاروس ته په سفر کې د امارتي شرکتونو پر لوی رییس احمد جان بلال او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش سربېره د بهرنیو چارو وزارت استازو او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ډلې ملتیا کړې ده.
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي ارغندیوال زیاته کړې؛ افغان پلاوي په دې سفر کې، د بېلاروس هېواد له دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو سره رغنده لیدنې او مذاکرات لرل.
دغه راز دې پلاوي د MAZ، BELAZ، MTZ، AMKODOR ، د ملي علومو اکاډمۍ، د مینسک ښار الکتروتخنیکي فابریکې، AVGUST، دولتي کیمیاوي سرو ادارې او د کرنې وزارت د مالدارۍ له فارمونو لیدنه کړې ده.
ویل کیږي، چې په دې کتنو کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د صنعت او کرنیزو ماشینالاتو، ودانیزو توکو، د خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زدهکړو په برخو کې به دوهاړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې نورې هم پیاوړې او پراخې کړي.