روغتيا
افغان ماشومانو ته له ۸۶ اعشاریه ۷ ميليون ډېر د ګوزڼ ضد واکسين څاڅکي پلي شوي
د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، د ۲۰۲۱ کال له اګست رايدیخوا افغان ماشومانو ته له ۸۶ اعشاریه ۷ ميليون ډېر د ګوزڼ ضد واکسين خوراکونه ورکړ شوي دي.
دغه بنسټ د چارشنبې پر ورځ (د وږي درویشتمه) تویت کړی، چې په ټول افغانستان کې د واکسیناسیون په اته کمپاینونو کې له نهه میلیون ډېرو ماشومانو دغه شمېر واکسین ترلاسه کړي دي.
دې ټولنې زیاته کړې: په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل به مونږ له پولیو څخه پاکې نړۍ ته نږدې کړي. مونږ به تر هغې ټینګار کوو، چې دا کار بشپړ شوی نه وي.
د دې ټولنې د څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې وې او په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر ۴ ته راټیټ شو.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې د روان کال له پیل راپدیخوا په دغه هېواد کې د پولیو یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.
دې ټولنې په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ( فلج یا پولیو) د پېښو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی، چې اوسمهال په دغه هېواد کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ښه فرصت شته.