لوبی

افغان ملي لوبډلې له ایرلینډ سره په لوبه کې د اتلولۍ جام خپل کړ

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۶, ۱۳۹۹

ملي لوبډلې په دوه یمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم د ایرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریالۍ شوه، چې د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام خپل کړي.

د یادې لوبې په پیل کې د لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په پایله کې یې یادې لوبډلې د ټولو ۵۰ آورونو په لوبولو او د نهه ویکټو د غورزېدو په پایله کې ۲۶۰ منډې ترسره کړې.

د یادې لوبډلې پر استازیتوب پاول سټېرلنګ ۱۲۸، کورټس کمفر ۴۷ او هېري ټکر ۲۴ منډې وکړې. په داسې حال کې، چې د افغانستان د ملي لوبدلې پر استازولۍ نوین الحق څلور ویکټې، مجیب الرحمن درې ویکټې، ګلبدین نایب او راشدخان یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.

ورپسې افغان اتلانو د سیالې لوبډلې د ټاکلې موخې د پوره کولو لپاره رحمت شاه او حشمت الله شهیدي ډېر ښه وځلېدل او په ترتیب سره یې ۱۰۳ ناسوځېدلې او ۸۲ منډې وکړې او دغه راز نوموړیو د ۱۸۴ منډو ملګرتیا هم وکړه، چې له کبله یې افغان لوبډلې د اووه ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

سربېره پر دوی رحمن الله ګربز او جاوید احمدي هم نسبتاً غوره پیل وکړ، چې بیا یې هر یوه په ترتیب سره د ۳۱ او ۱۶ منډو له ترلاسه کولو وروسته ویکټې له لاسه ورکړې.

د ایرلینډ په استازیتوب سیمي سېنګ، بیري مک کارتي او کورټس کمپهر یوه-یوه ویکټ واخیسته؛ خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

د نننۍ غوره توپوهنې په پایله کې رحمت شاه د ۱۰۳ ناسوځېدلیو منډو پر ترسره کولو د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده، چې د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام درېیمه او وروستۍ لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۶مه نېټه ترسره شي.

Trending

Exit mobile version