تازه خبرونه
افغان نومیالي الرونډر نبي عيسى خېل د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لومړی ځای خپل کړ
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې افغان نومیالي الرونډر محمد نبي عیسی خېل په یو ورځنیو سیالیو کې د غوره الراونډرانو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان له مخې؛ د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې غړی محمد نبي عیسی خېل د یو ورخنیو سیالیو د نوملړ په سر کې راغلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې افغان نومیالي الراوڼدر محمد نبي عیسی خېل د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د شل اوريزه او پنځوس اوريزه الراونډرانو له ډلې څخه بیا هم خپل نړیوال مقام خوندي کړی دی. یعنې نبي په شل اوریزو لوبو کې د ۳۰۱ امتیاز پخپلولو د الروندرانو په سر کې راغلی دی.
دغه راز په دې درجه بندۍ کې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د نړۍ ترټولو غوره بال لوبغاړي راشد خان ارمان له ۲۵۳ امتیازونو سره د شل اوریزو سیالیو شپږم ځای خپل کړ.
د یادونې وړ ده، چې راشد خان او مجیب الرحمن دا مهال په ترتیب په لومړۍ او دوه یمې درجه کې دي.