تازه خبرونه

افغان ولسمشر اشرف غني د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته پر دوه ورځني سفر رسېدلی

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۰)

افغان ولسمشر اشرف غني نن سهار د  یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د آسیا زړه ـ استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلی.

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر غني او ورسره مل پلاوي ته د دوشنبې په نړیوال هوایي ډګر کې د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده، د هغه هېواد د ترانسپورټ وزير عظيم ابراهيم او په دې هېواد کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر او یو شمېر نورو ډیپلوماټانو ترې هرکلی کړی دی.

ولسمشر غنی به په دې دوه ورځني سفر کې کنفرانس ته پر وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه هېواد د پارلمان له مشرسره په کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

ارګ څرګنده کړې؛ د هېواد ولسمشر به د دې سفر په لړ کې د تاجکستان ملي پوهنتون کې هم وینا ولري او د یاد پوهنتون د مشر له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړ شي.

تمه ده، چې په دې دوه ورځني کنفرانس کې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون وکړي او په افغانستان کې د سولې او پرمختګ، سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا پر لارو بحث او خبرې تر سره ګړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب څرګنده کړې: افغانستان به له یوه ځواکمن او څرګند پیغام سره به په دې ناسته کې ګډون وکړي. مونږ به بیا هم پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړو.

دغه راز په تاجکستان کې د ایران سفیر محمد تقي صابري ویلي؛ هیله ده، چې دا غونډه په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره لار اواره کړي.

په تاجکستان کې د هند سفیر ویرج سنګهـ څرګنده کړې: ټول هېوادونه په افغانستان کې د امنیت غوښتنه کوي. په دې مهمه سرمشریزه کې به ټول هېوادونه پخپلو موضوعاتو او اندېښنو بحث او خبرې وکړي.

د آسیا زړه- استانبول بهیر کنفرانس د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د نومبر پر ۲ د افغانستان او ګاونډ هېوادونو او سیمه ییزو همکارانو لخوا ګډو ننګونو او ګټو ته د رسیدو لپاره د ترکیې په استانبول کې کې جوړ او رامنځته شوی دی.

د آسیا زړه کنفرانس د ۱۵ هېوادونو د برخوالو، ۱۷ ملاتړ کوونکیو او ۱۲ سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو له ملاتړه برخمن دی.

Trending

Exit mobile version