سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر به د ايران له نوي ولسمشر سره پر دوه اړخيزو ستونزو خبرې وكړي
د ولسمشرۍ رسنيزې څانگې په یوه خبرپاڼه کې په ډاگه كړې، چې ولسمشر حامد كرزى د يو پلاوي په مشرۍ د يكشنبې په ورځ(د زمري په ۱۳) د ايران د نوي ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو كې د گډون لپاره دغه هېواد ته ولاړ. له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير داکتر زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار داکتر رنگين دادفر سپنتا، د ولسمشرۍ رييس عبدالکريم خُرم او د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ملگري دي.
ډاکټر حسن روحاني د روان کال د غويي د ٢٥ مې نېټې په ټاكنو کې د ايران ولسمشر ټاکل شوى دى.
افغان ولسمشر حامد كرزى د نړۍ لومړنى ولسمشر دى، چې داكتر حسن روحاني ته يي د بريا مباركي وويله.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې:
كابل تمه لري، چې د حسن روحاني د كار له پيل سره به د افغانستان او ايران اړيكې نورې هم غښتلي شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هيله من دى، چې د نوي ايراني مشر د كار په پيليدو به د دواړو هېوادونو اړيكې نورې هم پياوړې او غښتلې شي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دولس كلونو كې افغانستان كه څه هم له ايران سره يو لړ خوابدۍ په ډاگه كړي؛ خو څه نا څه ښې اړيكې يې هم پاللې دي.