سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر حامد كرزى غواړي امريكا تر خپل نفوذ لاندې وساتي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل- واشنگټن د امنيتي تړون پر سر اوس هم ناندرۍ پاى ته نه دي رسيدلي. كه څه هم له بېلابېلو خواوو څخه د دې سند د لاسليك غوښتنه كيږي؛ خو افغان حكومت بيا په دې برخه كې د امريكا له خوا د خپلو شرطونو پر منلو ټينگار كوي.

په دې وروستيو كې د امريكا د بروكنگز څيړنيزې موسسې د بهرني سياست رييس له آريانا سره په ځانگړې مركه كې وويل:

ولسمشر د دې سند د نه لاسليك له لارې د زيات واك اخيستو په لټه كې دى.

د امريكا د بروكنگز څيړنيز مركز د بهرني سياست رييس مایکل اوانلان وايي، زما په آند دوه اړخيز امنيتي سند؛ ځكه نه دى لاسليك شوى، چې ولسمشر حامد كرزى اړتيا لري پر امريكا نفوذ ولري. زما په فكر  هغه فكر كوي، چې د امنيتي تړون له لاسليك څخه ډډه  هغه ته نفوذ او واك وركوي او هغه لارده، چې د امريكا پر خلاف پرې عمل وكړي. نوموړى احساس كوي، چې مونږ اوس هم په مناسباتو كې ستونزې لرو. دى هغه څه غواړي، چې مونږ يي غواړو. فكر كوم تېروتنه كوي؛ خو زه فكر كوم، چې كه هغه پر خپل دې دريځ ودريږي، مونږ بايد زغم ولرو او ممكن تړون د هغه له ځاى ناستي سره لاسليك كړو.

نوموړى د افغان حكومت د پرمختگونو ساتنې ته په اشاره وايي، ولسمشر كرزى فكر كوي، چې امريكا په افغانستان كې د خپل حضور لپاره د درېيم پروگرام د عملي كولو نيت لري. دى ټينگار كوي، چې د واشنگتن د حضور مساله يوازې له افغانستان او امريكا سره اړونده ده.

ښاغلى مایکل اوانلان زياتوي:

ولسمشر حامد كرزى فكر كوي، چې، درېيم دليل هم شته؛ خو زما په آند تېروتنه كوي. هغه فكر كوي چې مونږ د نورو مقاصدو لپاره په سيمه كې اډې غواړو. لكه د چين، روسيې او ايران څارنه. سمه ده مونږ كله ناكله  د افغانستان له خاورې د ايران ځينې برخې ليدلي، خو دا اساسي مساله نه ده؛ ځكه د ايران مهمه وړتيا دا ده، چې د فارس خليج تر څنگ پروت دى. ايران اتومي تاسيسات لري؛ خو مونږ له الوتكو، بېړيو او سپوږمكۍ څخه په استفاده پر فارس خليج څارنه لرو، نو په افغانستان كې زمونږ حضور د دې ښودنه نه كوي، چې مونږ به بل هېواد څارو. زمونږ د حضور دليل پر دوه هېوادونو پورې تړلې مساله ده. افغانستان او امريكا.

كه څه هم امريكايي چارواكو په ځلونو ټينگار كړى، چې د كابل او واشنگتن تر منځ امنيتي سند بايد ژر لاسليك شي؛ خو افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، له امريكا سره به امنيتي سند هغه مهال لاسليك كړي، چې امريكا د افغانانو پر كورونو عمليات بند كړي او د سولې پروسه عملا پيل شي.

Trending

Exit mobile version