سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشریزو ټاکنو د چټکې پایلې غوښتنه وکړه
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشریزو ټاکنود چټکې پایلې غوښتنه وکړه؛ ځکه، چې د کار وخت یې پای ته رسیدلې دی.
حامد کرزي د خوست پوهنتون له استادانو سره به کتنه کې وویل، چې:
د افغانستان خلکو د پېنځه کلونو لپاره رایه راکړې وه او هغه وخت نور بشبړ شوی دی.
نوموړي څرگنده کړه، چي:
افغانانو نوي ولسمشر ته رایې ورکړي او نوی ولسمشر به ان شاالله د لس او پېنځلس ورځو تر منځ راشي، خو دا وخت نور نه اوږدېږي.
د ښاغلي عبدالله پلویانو ویلي، چې د ارزونې په بهیر کې ستونزې شته او که پایله بله شوه؛ نو د پایلو د اعلان په وخت به اعتراض اعلان شي.
سیاسي کارپوه احمد سعیدي ټاکنیزو کړنو ته په پاملرنه، تر راتلونکیو ورځو د نوي ولسمشر څرگندیدل تش خوب بولي.
د بشري حقوقو او مدني ټولنې شبکې رییس محمد نعیم نظري د افغانستان له پاره د ښاغلي حامد کرزي د کار اوږدیدل له ناورینه ډک گڼي.
افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې له کاره د گوښه کیدو خبرې کوي، چې تر اوسه د ټولو رایو څه نا څه ۷۰ سلنه ارزول شوي او دواړه نوماندان هم تر دې دمه د ملي یوالي حکومت پر جوړښت یوې گډې برېکړې ته نه دي رسیدلي.