سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر حامد کرزی نوي ډهلی ته ولاړ
افغان ولسمشر حامد كرزى په دوه ورځيني سفر د دوشنبې په ورځ نوي ډهلي ته ولاړ. ولسمشرۍ په يوې خبر پاڼه كې ويلي، چې ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ كې له هندي چارواكو سره د دواړو هېوادونو د اړيكو د پراختيا په ځانګړې ډول د افغانستان د ملكي او پوځي بنسټونو د پياوړتيا په باب خبرې وكړي.
هندوستان ته د افغان ولسمشر سفر به دوه ورځې دوام وكړي.
ولسمشرۍ په يوې خبرپاڼه كې ويلي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى به د دغه سفر په ترڅ كې له لوړ پوړو هندي چارواكو سره پر بېلابېلو مسئلو په ځانګړې ډول د افغانستان د ملكي او پوځي بنسټونو د پياوړتيا په باب خبرې وكړي.
د ولسمشرۍ خبرپاڼه کی راغلي، چې ولسمشر به هند ته د خپل دوه ورځني سفر په لړکې له خپل هندي سيال پرناب موکرجي، صدراعظم من موهن سینګ او د هند له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري. په دغو کتنو کې به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په ځانګړې ډول د افغانستان د پوځي او ملکي بنسټونو د پیاوړتیا، او په سيمه پورې اړوندو مسايلو په باب خبرې وشي.
بلخوا دا ښكاره ده، چې په سيمه كې د هندوستان لوى رقيب پاكستان تل دا كوښښ كړى، چې د افغانستان او هندوستان اړيكې زياتې نږدې نه شي، او له بېلابېلو لارو غواړي، چې په افغانستان كې د هندوستان نفوس كم كړي.
دا ځل هندوستان ته د افغان ولسمشر په لومړى ورځ بغلان د يو خونړي ځانمرګې بريد شاهد وو.
د ملي شورا غړي داوود اساس، احمد بهزاد او سرور عثماني دغه بريد هندوستان ته د افغان ولسمشر د سفر له امله د حساسيت نښه بولي.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې وړاندې د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت چاروكو ويلي وو، چې افغانستان سره د سياسي او امنيتي اړيكو د پراختیا په باب د افغانستان د غوښتنو په برخه كې به بې غوري ونكړي.
د افغانستان او هندوستان تر مېنځ د سياسي اړيكو د پراختيا بحثونه په داسې حال كې را مېنځ ته كېږي، چې د افغانستان او پاكستان سياسي اړيكې په دې ورستيو كې ډېرې كړكېچنې شوې دي.