سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته دوه انتخابه وړاندې كړي دي
ولسمشر حامد کرزي د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو په اړه دوه انتخابه وړاندې كړي دي.
په داسې حال كې، چې په كابل كې مشورتي لويه جرګه له امريكا سره پر امنيتي تړون غونډه پېلوي، خو داسې برېښي، چې د افغان او امريكايي چارواكو تر منځ لاهم د دغه سند په باب خبرې روانې دي او د اختلاف ټكو په حل نه دي بريالي شوي.
افغان ولسمشر حامد كرزي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کېري سره په افغانستان کې له دوه زره څوارلسم كال وروسته د امريکايي ځواکونو د عملياتو په اړه ټېلېفوني خبرې وکړې.
ولسمشر حامد کرزي جان کېري ته په ډاګه کړې، چې يا دې امريکا افغانستان سره امنيتي سند د دې حکومت په دوره کې نه، بلکې د راتلونکي حکومت په دوره کې لاسليک کړي او يا دې د بهرنیو د عملياتو په اړه پخپله جان کېري په مشورتي لويه جرګه کې ګډون وکړي او د جرګې غړو ته د خاصو حالاتو پرمهال د عمليات کولو په اړه قناعت ورکړي .
د ولسمشر حامد كرزي وياند ايمل فېضي رسنيو ته ويلي، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ولسمشر کرزي ته ډاډ وركړى، چې، د امريکا ولسمشر اوباما به افغان حكومت د يوه ليك په ترڅ كې ډاډ وركړي، چې په پوځي ډګر كې شوې تېروتنې به بيا نه تكرارېږي.
له بلې خوا د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلا كارې سوزان رايس دا خبره رد كړې او ويلي يي دي، چې دا خبره بېځايه ده، چې امريكا به په افغانستان كې د خپلو كړنو په اړوند له افغانانو بښنه وغواړي.
دې زياته كړې، چې هېڅ داسې يو ليک نه دى ليكل شوى او نه هم استول شوى دى.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند جنيفر ساكي هم ويلي، چې د ليك په اړوند هېڅ معلومات نلري.
د ارګ سرچينې وايي، چې جان کېري ولسمشر حامد كرزي ته ويلي، چې امريكا په افغانستان كې د بهرنيو سرتېرو تېروتنې درك كړې او امريكا غواړي افغانانو ته كتبي ضمانت وركړي، چې بيا به دا تېروتنې نه تكرارېږي.
ټاکل شوې ده ، چې د لړم په ٣٠مه په کابل کې د مشورتي لويې جرګې شاوخوا ٢٥٠٠ ګډون وال له امريکا سره د امنيتي سند مسوده له هر اړخه مطالعه او د لاسليک په اړه يې ولسمشر ته مشوره ورکړي .
