سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر په تخار كې د جنسي تېري د دوسيې بېړنۍ څېړنه غوښتې
د افغانستان د ولسمشرۍ رياست په تخاركې پر يوه درې كلن ماشوم د جنسي تېري قضيې ته د بېړنۍ لاسرسۍ غوښتنه كړې او د ماشوم له كورنۍ سره يې د سل زره افغانيو مرسته وكړه.
د هلك كورنۍ تېري كوونكي ته د سختې سزا غوښتنه كوي.
پركفايت الله نومي ماشوم تېره اوونۍ د خواجه غار ولسوالۍ د زرد كمر په كلي كې د يوه نولس كلن هلك له خوا جنسي تېرى شوى دى.
د تخار والي احمد فيصل بيكزاد د ماشوم كور ته ولاړ او له هغه سره يې وكتل.
والي د هلك روغتيايي حالت ښه وباله او ويې ويل:
ولسمشر په تيليفوني اړيكه كې د هلك له كورنۍ سره د سل زره افغانيو مرسته اعلام كړه او د عدلي او قضايي ارگانونو له خوا يې د هغه د دوسيې پر بېړنۍ څيړلو ټينگار وكړ.
د ماشوم پلار عبدالرحيم تېري كوونكي ته د سختو مجازاتو غوښتنه وكړه.
د يادونې وړده، چې دغه وحشت نړيواله كركه راپارولې او د بشري حقونو بېلابېلو مخكښو څانگو هم د دغې بڼې ځورولو د پاى ته رسولو غوښتنه كړې ده.
