تازه خبرونه

افغان ولسمشر ښایي له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړې وي – سولې عالي شوری

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې عالي شورا ځيني غړي وايي؛ ښايي افغان ولسمشر له وسلوالو طالبانو سره اړیکه ټینګه کړې وې؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا نه مني.

وروستي رپوټونه وايي چې افغان حکومت او وسلوال طالبان د سولې خبرو ته نږدې شوي دي.

د سولې عالي شورا یو غړی محمد امین وقاد وايي چې ښایي ولسمشر او وسلوالو طالبانو له یو بل سره اړیکې نیولي وي.

د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد:

“دا به لرې نه وي چې ولسمشر ښایي له طالبانو سره تلفوني اړیکي نیولي وي؛ خو د سولې عالي شورا اوس هغې مرحلې ته نه ده رسیدلې چې له هغوی سره وګورو. دا زمینه چې موږ وکړای شو له طالبانو سره وګورو، د پاکستان حکومت باید برابره کړي او دا ډاډ یې راکړی چې په دې اړه به زمینه برابروي.”

د افغان ولسمشر ویاند وايي چې ولسمشر د سولې د خبرو د څرنګوالي په هکله د خلکو د نظرونو او مشورو په راټولولو بوخت دی:

ولسمشر تر اوسه له طالبانو سره هیڅ ډول خبرې نه دي کړي. ولسمشر غني تل د سولې د خبرو په روڼوالي ټينګار کوي او زمونږ باور دا دی چې د سولې خبرې پټې کومه پایله نه ورکوي.

د چین بیجینګ، د قطر دوحه، او د عربي متحدو اماراتو دوبۍ ښار هغه ځایونه دي چې ویل کیږي ښایي په راتلونکو میلادي میاشتو کې پکې د افغان دولت او سلوالو مخالفینو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.

کابل په دوبۍ او یا هم په قطر کې د سولې د خبرو د پیلیدو هرکلی کوي، خو که دا خبرې په اسلام اباد کې پیلیږي نو د سولې عالي شورا وايي چې باید دویم پړاو یې په کابل کې تر سره شي.

خبریال:نصرت پارسا

Trending

Exit mobile version